لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن د ايران د امن منصوبې وړانديذ رد کړی


وئيل کيږي چې په اصل کې د يمن جگړه د پردې په شا د سني مسلمانانو د هېواد سعودي عرب او شيعه ملک ايران ترمينځ روانه ده .
وئيل کيږي چې په اصل کې د يمن جگړه د پردې په شا د سني مسلمانانو د هېواد سعودي عرب او شيعه ملک ايران ترمينځ روانه ده .

د يمن حکومت په ملک کې د امن دپاره د ايران لخوا په ملگرو ملتونو کې وړاندې کړې څلور نکاتي امن منصوبه رد کړی ده . د خبري ادارې رويټرز ترمخه د يمن حکومت د وياند لخوا دغه ترديد شوی دی .

سعودي عرب او سني اتحادي عرب هېوادونو يې په يمن کې د ايران اتحادي شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضايي عمليات پېل کړي دي ، چې د ياغيانو په ټول ملک د قبضې کولو مخه ونيسي .

عرب هېواد يمن کې روانه جگړه چې اوس د مختلفو قبائيلو په مينځ کې روانه ده ، خو وئيل کيږي چې په اصل کې دا جگړه د پردې په شا د سني مسلمانانو د هېواد سعودي عرب او شيعه ايران ترمينځ روان جنگ دی .

د ايران لخوا د يمن د امن منصوبه کې په فوري توگه د اوربند ، د ټولو بهرنو پوځي عملياتو ودرولو ، د انساني خواخوږۍ په بنياد د امداد رسؤلو او په غټه کچه د قامي مذاکراتو بيرته بحال کولو او د ټولو فرېقېنو د گډ حکومت جوړولو څلور نکات وړاندې کړی شوي وو .

د يمن حکومت وياند راجيه بادي د قطر د پلازمينې دوحه نه رويټرز ته وئيلي " مونږ د ايران دغه گام ردؤ او دا گام يواځې سياسي چال دی .

د يمن حکومت او اتحادي ملک سعودي عربستان يې په ايران تور پورې کوي ، چې ايران په سيمه کې د بالادستۍ ترلاسه کولو دپاره د هڅو په لړ کې په يمن کې لاس وهنه کوي . خو ايران د دغو تورونو رد کوي .

ايران دغه تورونه هم ردوي ، چې هغه شيعه حوثي ياغيانو سره پوځي مرستې کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG