لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجلال اباد دخودکش حملې ذمه واري داعش قبوله کړې، اشرف غني


داعش( دولت اسلاميه) يې ذمه واري په غاړه اخستې ده
داعش( دولت اسلاميه) يې ذمه واري په غاړه اخستې ده

دافغانستان صدر اشرف غني وئيلي دي چې دخالي په ورځ دافغانستان جلال اباد ښار کې دترسره شوې هاغه خودکش حملې ذمه واري تندروه ډلې دولت اسلاميه(داعش) په غاړه اخستې چې پکې لږ ترلږه ٣٣ کسان وژل شوي اؤ د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دخالي په ورځ دافغانستان په ختيز ښار جلال اباد کې شوې دغه خودکش حمله کې وژل شوؤ ٣٣ؤ کسانو کې ماشومان هم شامل دي اؤ دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

چارواکي وائي دغه حمله هاغه مهال وشوه کله چې سرکاري ملازمانو اؤ پوځيانو دکابل بانک څانګې مخې ته دتنخا اخستو لپاره راټول شوي وؤ.

که پخلى يې وشي نو دا به لمړى ځل وي چې افغانستان کې به داعش ددومره لويې حملې ذمه واري په غاړه واخلي.

داى ايف پي ترمخه دبدخشان ددورې په مهال افغان صدر اشرف غني وويلننگرهار کې نن دويرونکې حملې مسؤليت چا په غاړه اخستى؟، طالبانو ددغه حملې ذمه واري نۀ ده قبوله کړې، داعش( دولت اسلاميه) يې ذمه واري په غاړه اخستې ده

يو تن چې ځان يې دداعش وياند بللى اى ايف ته يې وئيلي دي چې دغه ډله ختيز افغان ښار جلال اباد کې دبينک څخه بهر دترسره شوې چاؤدنې ذمه واري په غاړه اخلي.

ددغه ډلې يو ا ن لا ئن پوسټنگ کې هم دغه شان دعوه شوې ، خو په سمدستي توگه يې پخلى نۀ شي کيدى.

ملگري ملتونه وائي چې په دغه حمله کې ٣٥ کسان وژل شوي دي.

دافغانستان صدر اشرف غني ددغه حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

دصدر اشرف غني ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې په ښارونو اؤ اولسي ځائينو کې دترهه گرو له لوري ترهه گريزې حملې دترهه گرۍ تر ټولو بزدلانه عملونه دي چې پکې اولسي وگړي په نخښه کيږي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه حملې سره دلاتعلقۍ څرگندونه کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG