لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده ديمن جگړې څخه گټه پورته کوي،ايشټن کارټر


 دشورو په ورځ جاپان کې خبريالانو سره دخبرو په مهال کارټر وويل ديمن بحران په عربي جزيره کې دالقاعده په ضد امريکائي هڅې نورې هم سختې کړي دي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې په يمن کې به امنيت پځايې شي.
دشورو په ورځ جاپان کې خبريالانو سره دخبرو په مهال کارټر وويل ديمن بحران په عربي جزيره کې دالقاعده په ضد امريکائي هڅې نورې هم سختې کړي دي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې په يمن کې به امنيت پځايې شي.

دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر وئيلي دي چې يمن کې دالقاعده څانگه هلته دحوثي ياغيانو اؤ حکومتي ځواکونو ترمينځ دجگړې څخه گټه پورته کوي.

يمن کې تقريباً دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې

دشورو په ورځ جاپان کې خبريالانو سره دخبرو په مهال کارټر وويل ديمن بحران په عربي جزيره کې دالقاعده په ضد امريکائي هڅې نورې هم سختې کړي دي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې په يمن کې به امنيت پځايې شي.

کارټر وويل امريکا دحوثي ياغيانو په ضد جگړه کې دبوخت ائتلاف ملاتړ لپاره سعودي عرب ته دانټلي جنس، څارنې اؤ نور ضروري معلومات ورکوي.

له دې وړاندې دنهې په ورځ يو امريکائي عهديدار وئيلي وؤ چې امريکا يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي ائتلاف ته دوسلې ورکړه تُندوي.

دامريکا مرستيال خارجه وزير انټوني بلنکن وئيلي وؤ چې هيواد يې سعودي اپريشن سنټر کې دگډې منصوبه بندۍ اؤ مرستې سيل هم جوړ کړى کوم چې دايران پلوه شيعه ياغيانو دپشا دتمبولو دهڅو برخه ده.

دخبري ادارې رائيټرز ترمخه بلنکن دا څرگندونې دسعودي پلازمينه رياض کې خبريالانو سره دخبرو په مهال کړي دي.

بل لوري ته اطلاعات ترلاسه شوي چې عربي جزيره کې فعاله دالقاعده جنگيالو ديمن دحضرموت صوبې سره په پيوست لاره قبضه کړې،دپينټاگون وياند وارنر وئيلي دي چې امريکا ددغو اطلاعاتو په غور سره جاج اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG