لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديمن لانجه کې به دپاکستان دکردار په اړه پريکړه پارليمان کوي،جنرل راحيل


” بحث روان دى، گورو چې څه پريکړه کيږي“
” بحث روان دى، گورو چې څه پريکړه کيږي“

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې ديمن لانجه کې به دپاکستان دکردار په اړه پريکړه پارليمان کوي.

دصدرممنون حسين لخوا دسري لنکا دصدر ميتهري پالا سري سينا په درناوي کې دورکړل شوې ميلمستيا څخه وروستو ايوان صدر کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دپوځ سرلښکر وويل بحث روان دى، گورو چې څه پريکړه کيږي

دجنرل راحيل لخوا دغه څرگندونې په داسې حال کې شوي چې پاکستان کې دپارليمان گډه غونډه کې ديمن په صورتحال بحث روان دى اؤ په دې خبره غور کيږي چې ايا پاکستان ته په يمن کې دحوثي شيعه ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي ائتلاف کې دشامليدو په اړه دسعودي خواست پوره کول پکار دي که نه؟

يمن کې شيعه حوثي ياغيانو دپلازمينې صنعاء په گډون په مختلفو سيمو قبضه کړې اؤ دحکومت عملداري تقريباً ختمه شوې، حکومتي ځواکونو اؤ نورو قبائيلو سره دياغيانو دجگړو له امله يمن دخانه جنگۍ پشان صورتحال سره مخ دى.

سعودي عرب دريځ لري چې شيعه حوثي ياغيانو ته دايران ملاتړ ترلاسه دى خو تهران وائي ياغيانو ته دوسلې په ورکړه کې يې کوم کردار نۀ دى ادا کړى اؤ هغوي هم دا معامله په پرامنه توگه هوارولو ته ليواله دي.

يمن کې تقريباً دوه اوونۍ دمخه دسعودي عرب په مشرۍ ائتلافي هيوادونو دحکومت مخالفه شيعه حوثي ياغيانو په ضد فضائي کارروايۍ پيل کړې وې اؤ سعودي عرب دې عملياتو کې دپاکستان په گډون بيلا بيلو هيوادونو ته دشامليدو خواست کړى دى.

پاکستان دريځ لري چې دسعودي عرب دسيمه ييز سالميت اؤ خپلواکۍ ته دستونزو پيښيدو صورت کې به سخت ځواب وائي خو تر دې مهاله يې سعودي ته دپوځيانو ليږلو پريکړه نۀ ده کړې.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې جنرل راحيل ومنله چې دغه عمليات پرمخ روان دي اؤ زياته يې کړه چې تاسو به دعملياتو په اړه زيرى ډير زر واورئ

ضرب عضب عملياتو ته په اشارې کولو سره دپوځ سرلښکر وويل دا به ډير زر په برياليتوب سره مکمل کړى شي

دپاکستان پوځ تير کال په ١٥م جون يوه اوونۍ وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان ووژل شول اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن تړون لپاره روانې خبرې اترې ناکامې شوې.

پوځ په دغو عملياتو کې د ٢٠٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه قبائيلي سيمو کې روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ شي کيدى

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دپاکستان پوځ قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې خپلو روانو عملياتو کې چټکتيا راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG