لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن اومنځني ختيزکې په روانو حالاتو د پارليمان کې بحث


خواجه اصف ووئيل د ايران خارجه وزير د اپرېل په اتمه نېټه د پاکستان دوره کوي او هغه سره به هم د منځني ختيز او يمن کې د روانو حالاتو په اړه تفصيلي خبرې کولی شي .
خواجه اصف ووئيل د ايران خارجه وزير د اپرېل په اتمه نېټه د پاکستان دوره کوي او هغه سره به هم د منځني ختيز او يمن کې د روانو حالاتو په اړه تفصيلي خبرې کولی شي .

په يمن او منځني ختيز کې په روانو حالاتو بحث دپاره د پاکستان د دواړو اېوانونو (سېنټ، قامي اسمبلۍ) گډه غونډه نن د گل په ورځ روانه ده ، او گډې غونډې ته په وينا کې د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف او اپوزيشن مشر خورشيدشاه وېناوې وکړې .

د پارليمان گډې غونډې ته د حکومتي پاليسې بيان وړاندې کولو په مهال د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف ته د يمن نه د پاکستانيانو راويستو تفصيل وړاندې کړو ، او ويې وئيل چې يمن کې د روانو حالاتو به په پاکستان او سيمه ژور اثرات وي ، او زياته يې کړه پاکستان په يمن کې د غېررياستي عناصرو د کارروايانو غندنه کوي .

هغه ووئيل د پاکستان دپاره د سعودي عرب امنيت د ارزښت وړ دی ، او پاکستان به د سعودي عرب دفاع کوي . هغه ووئيل سعودي عرب د پاکستان نه د وچې ، سمندراو هوايي پوځ د مرستې هيله څرگنده کړې ده .

د دفاع وزير ووئيل چې پاکستان د يمن د مسلې پُرامنه حل غواړي ، او د مسلمانې نړۍ د يو والي دپاره پاکستان د مسلمان هېوادونو سره رابطې کړي دي ، او په دغې لړ کې نوازشريف د تُرکي دوره هم کړې ده .

هغه ووئيل د ايران خارجه وزير د اپرېل په اتمه نېټه د پاکستان دوره کوي او هغه سره به هم د منځني ختيز او يمن کې د روانو حالاتو په اړه تفصيلي خبرې کولی شي .

خواجه اصف ووئيل د يمن په معامله به کومه فيصله ايوان کوي او د پاکستان د اولس د خواهشاتو خلاف به يوه فيصله نه شي کولی . هغه د پاکستان خپل منځني حالات هم بيان کړل او ويې وئيل پاکستان د نړۍ يواځينې ملک دی چې په يواځې سر د ترهگرۍ په ضد جنگيږي په زرگونو ځانونه يې پکې قربان شو او په اربونو ډالره تاوان ورته واوړېدو .

د پارليمان گډې غونډې ته په وينا کې د اپوزيشن مشر خورشيد شاه تپوس وکړو چې په دومره مهه مسله باندې غونډه کيږي خو وزيراعظم نوازشريف چرته دی ، هغه ووئيل وزيراعظم به راغلی او د يمن په حالاتو روان بحث کې به يې برخه اخيستی وی .

خورشيد شاه ووئيل که نوازشريف د پاکستان په دوره راغلي د سري لنکا صدر سره په خبرو بوخت دی ، نو بيا دې د هغه د موجودگۍ دپاره غونډه د څو ساعتو دپاره وځنډول شي .

او وروستو سپيکراياز صادق غونډه د مازيگرپينځه ؤ بجو پورې وځنډوله .

د پارليمان گډه غونډه کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې مشر عمران خان او نورو غړو گډون کړی ، څوک چې اووه مياشتې د پارليمان نه په بائيکاټ ؤ ، اپوزيشن مشر خورشيدشاه د پي ټي ائي د غړو بيرته راتگ ښه گام بللی او وئيلي يي دي دا د حزب اختلاف گټه ده .

د عوامي نيشنل گوند زاهدخان د پارليمان نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې په پي ټي ائي سختې نيوکې کړي او وئيلي يي دي ، قام داسې نه غواړي چې بې بنياده سياست وکړی شي هغه ووئيل د بدلون نعره لگول کېده ، او ولې دغه ډرامه جوړه کړی شوی وه . هغه ووئيل چې يو سړي د پرون پورې دغه پارليمنټ ته جعلي وئيل او نن په کومو سترگو دلته په خپله ناست دی .

بل لور ته د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې فاروق ستار د پارليمنټ نه بهر ميډيا سره خبرو کې ووئيل ، چې دويې به ترهغې پورې د پارليمان نه په بائيکاټ او احتجاج به ريکارډ کوي چې څو پورې د پي ټي ائي پارليمنټ ته د بيرته راتگ په اړه وضاحت نه وي شوی .

او د پي ټي ائي مشر عمران خان وايي ، نن چې کوم خلک شور کوي دويې په انتخابونو کې د درغلۍ د خبرې نه په ويره کې دي .

تجزیه کار وايي پاکستان ته پکار ده چې سعودي عرب سره د ممکنه پوځي مرستې په لړ کې د ټولو لارو چارو په کره ډول جاج واخلې گني نو د کور دننه د پیچیده صورتحال سره مخ کیدی شي.

پخواني سفارتکار شفقت کاکاخیل وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان ته پکار دي چې د یمن کړکیچ حل کولو دپاره ځان دپاره سفارتي کردار غوره کړي. هغه وویل که چرې نواز شریف خپل سعودي ملگري خوشحالول هم غواړي خو هیواد يي د داسې قسمه مهم جوئ توان نشې لرلی.

پخوانی پوځي جرنیل او ددفاعي چارو تجزیه کار طلعت مسعود وايي پاکستان کې فرقه ایز اختلافات موجود دي او سعودي عرب سره پوځي اتحاد دغه اختلافات نور هم راپارولی شي. هغه وویل داسې ښکاري چې پاکستان ته د غلطې فیصلې د سنجیدگۍ احساس شته دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG