لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کينيا کې په يونيورسټۍ حمله،١٤٧ کسان ووژل شول


 حمله دزيارت په ورځ دکينيا شمال ختيزه سيمه ګاريسا کې شوې، ددغه حملې ذمه واري ګاونډي هيواد صوماليه کې فعاله تندروه ډلې الشباب په غاړه اخستې ده.
حمله دزيارت په ورځ دکينيا شمال ختيزه سيمه ګاريسا کې شوې، ددغه حملې ذمه واري ګاونډي هيواد صوماليه کې فعاله تندروه ډلې الشباب په غاړه اخستې ده.

دکينيا چارواکي وائي چې شمال ختيزه کينيا کې داشباب دجنګيالو لخوا په يوه يونيورسټۍ شوې حمله کې ١٤٧ کسان وژل شوي دي، دکينيا دداخله وزارت ترمخه ١٦٠ طالب علمان تر دې مهاله بې درکه هم دي.

حمله دزيارت په ورځ دکينيا شمال ختيزه سيمه ګاريسا کې شوې، ددغه حملې ذمه واري ګاونډي هيواد صوماليه کې فعاله تندروه ډلې الشباب په غاړه اخستې ده.

دالشباب يو ترجمان شيخ ابو مصعب خبري ادارې رائيټرز ته وئيلي دي چې دتنظيم جنګيالو په يونيورسټۍ دحملې نه پس مسلمانان طالب علمان بيل کړل اؤ عيسائي طالب علمان يې يرغمال کړل.

عيني شاهدان وائي چې دګاريسا يونيورسټي کالج ودانۍ کې دموجودو حمله کوونکو، پوليسو اؤ پوځ ترمينځ ټوله ورځ نښتې روانې وې.

تندلارو سره تر څو ګينټو دجګړې څخه وروستو دکينيا داخله وزير جوزف کيسري ګاريسا کې خبريالانو ته وئيلي دي چې حمله کوونکو نه ديونيورسټۍ قبضه بيرته اخستل شوې.

داخله وزير خبردارى ورکړى چې يونيورسټي کلئير کړى شوې نۀ ده اؤ امنيتي ځواکونه دودانۍ تالاشي اخلي.

يونيورسټۍ کې په زده کړو دبوختو ٨١٥ؤ طالب علمانو څخه ٥٠٠ محفوظ مقام ته رسول شوي دي.

داخله وزير دا نۀ ده په ډاګه کړې چې وژل شوؤ کې څومره طالب علمان، دعملې کسان يا عسکر شامل دي خو هغه دامنيتي ځواکونو کارروايۍ کې دڅلورو حمله کوونکو دوژل کيدو پخلى کړى دى.

خو دپيښې ځايې کې موجود يو پوليس رائيټرز ته وئيلي دي چې امنيتي ځواکونو په يونيورسټۍ دحمله کوونکو ١٠ؤ نه شپږ حمله کوونکي وژلي دي.

پوليسو وئيلي دي چې حمله کوونکو ديونيورسټۍ ودانۍ ته دداخليدو نه پس خواؤشا ١٠٠ طالب علمان يرغمال کړي وؤ.

دکينيا دپوليسو مشر جوف بوائنټ خبريالانو ته وئيلي دي حمله کوونکي چې څنګه يونيورسټۍ ته داخل شول نو هغې ناتاره ډزې پيل کړې چې پکې زياتره مرګ ژوبله واؤښته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG