لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان :دپوليسو په چوکۍ دوسله والو حمله،څلور عسکر ووژل شول


 دپوليسو په چوکۍ دحملې نه پس اضافي عسکر دپيښې ځايې ته ورسيدل اؤ سيمه يې وتړله خو حمله کوونکي په نزدې غرونو کې پټ شول.
دپوليسو په چوکۍ دحملې نه پس اضافي عسکر دپيښې ځايې ته ورسيدل اؤ سيمه يې وتړله خو حمله کوونکي په نزدې غرونو کې پټ شول.

دپاکستان دبلوچستان صوبې په لورا لا ئي ضلع کې وسله والو دپوليسو په يوه چوکۍ حمله کړې چې پکې دپوليسو ديو مشر( ايس ايچ او) په گډون څلور عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وائي چې دلورا لا ئي ميختره سيمه کې دپوليسو په چوکۍ وسله والو په ناتارو ډزو اؤ لاسي بمونو سره حملې کړې چې په نتيجه کې يې دراړه شم تاڼې ايس ايچ او طاهر شاه اؤ درې نور عسکر ووژل شول، دې حمله کې چوکۍ ته هم سخت زيان رسيدلى اؤ دپوليسو اډى تباه شوى دى.

دپوليسو په چوکۍ دحملې نه پس اضافي عسکر دپيښې ځايې ته ورسيدل اؤ سيمه يې وتړله خو حمله کوونکي په نزدې غرونو کې پټ شول.

دوژل شوؤ عسکرو مړي نهزدې هسپتال ته وړل شوي اؤ دحملې څخه وروستو سيمه کې صورتحال تاؤژن ښودل کيږي.

بل لوري ته دغيرقانوني رځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) وياند خالد خراساني ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

دبلوچستان داخله وزير مير سرفراز بتي وئيلي دي ېچ په پوليسو شوې دغه به په رياست حمله ڼلى شي اؤ دې کې ککړ کسان به خپل انجام ته رسولى شي، دبلوچستان وزيراعلي هم دپيښې نوټس اخستى اؤ اړونده چارواکو ته يې دراپور وړاندې کولو وينا کړې ده.

د کړکېچ سره مخ د پاکستان بلوچستان صوبه چې د يوې لسيزې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده ، تراوسه پورې په دغې صوبه کې په زرگونو کسان د ترهگرۍ او بدامنۍ د پېښو ښکار شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG