لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چودهدري نثار:ترهگر اسانو هدفونو باندې حملې کوي


د کورنو چارو مرکزي وزير د لاهور په يوحنا اباد علاقه کې د ځانمرگو بريدونو غندنه وکړه او ويې وئيل چې دا د ترهگرۍ بد مثال او غېرانساني عمل دی .
د کورنو چارو مرکزي وزير د لاهور په يوحنا اباد علاقه کې د ځانمرگو بريدونو غندنه وکړه او ويې وئيل چې دا د ترهگرۍ بد مثال او غېرانساني عمل دی .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان وايي ، چې ترهگر وس په ملک کې په اسانو هدفونو حملې کوي ، او په ترهگرو زمکه تنگه کړی شوې ده .

چوهدري نثار دغه خبرې نن د گل په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ د داخله چارو قائمه کمېټۍ ته په وينا کې کړي دي .

د قائمه کمېټۍ د مشررانا شميم په مشرۍ غونډې ته په وينا کې د کورنو چارو مرکزي وزير ووئيل ، ترهگر اسان هدفونه په نخښه کوي سکول ، چرچ او جوماتونه اسان هدفونه دي ، په اسانو هدفونو د ترهگرو حملې د هغويې د کمزورۍ دليل دي .

د کورنو چارو مرکزي وزير د لاهور په يوحنا اباد علاقه کې د ځانمرگو بريدونو غندنه وکړه او ويې وئيل چې دا د ترهگرۍ بد مثال او غېرانساني عمل دی .

تېره ورځ لاهور کې د عيسائي لږکيو په چرچونو ځانمرگي بريدونو د ۱۵ کسانو وژل کېدو په گډون د ۷۰ پورې کسان ژوبل شوي وو ، د دغې بريد پړه د تحريک طالبان جماعت الاحرار ډلې په سر اخيستې وه .

چوهدري نثار ووئيل د ترهگرو ايجنډا سرکاري املاکو ته زيان اړول او مقصد يې قوم تقسيمول دي او قانون په لاس کې اخيستونکي هم د ترهگرو ايجنډا مخ په وړاندې بيايي . هغه ووئيل په ترهگرو مو تر ډېره حده زمکه تنگه کړې ده .

نوموړي ووئيل د ترهگرۍ په ضد د جوړې حکومتي پاليسۍ په نتيجه کې په مجموعي توگه په ملک کې امنيتي وضع ښه شوې ده .

بل لورته د اتوار په ورځ چرچونو باندې د ترهگر بريدونو په ضد د تېرې ورځې راهسې د ملک په مختلفو برخو کې د عيسايي لږکيو لخوا احتجاجي مظاهرې شوي ، د عيسايانو مشنرۍ سکولونه نن بند او په چرچونو کې د دعا ځانگړې دستورې راجوړې شوې وې .

د سندهـ او پنجاب حکومتونو نن په سرکاري توگه د ماتم د ورځې اعلان هم کړی ؤ .

داخله وزير غونډې ته په وينا کې د موبائيل سيمونو د تصديق په اړه ووئيل چې د يو کروړسيمونو تصديق شوی ، او د افغان سيمونو د بندېز سره امنيتي ځواکونو ته د ترهگرۍ په مخنيوې کې گټې ترلاسه شوي دي .

نوموړي زياته کړې چې چې د وسلې د لائسنسونو او شخصي سيکيورټي کمپنو په اړه هم گامونه پورته کولی شي . په دغې مهال د قائمه کمېټۍ ځينو غړو خپل تحفظات او سوالونه هم داخله وزير ته وړاندې کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG