لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د کوئلې کان کې ۸ خواري کښ وژل شوي


ه کان کې د گېس حصارېدو له کبله چاؤدنه شوې او کان کښېناستلی ؤ او دننه پکې خواري کښ گېر شوي وو ،
ه کان کې د گېس حصارېدو له کبله چاؤدنه شوې او کان کښېناستلی ؤ او دننه پکې خواري کښ گېر شوي وو ،

د پاکستان بلوچستان صوبې په لورالائي ضلع کې د کوئلې په يو کان کې د زهري گېس حصارېدو او کان لاندې کښېناستو په نتيجه کې اته خواري کښ وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا دغه پېښه د زيارت په ورځ ناوخته د لورالائي ضلعې په دُکي علاقه کې رامنځته شوې ، او د کان انسپکټر رشيدابړو وئيلي د گېس حصارېدو له کبله د خواري کښو ساه بند شوی او وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه په کان کې د گېس حصارېدو له کبله چاؤدنه شوې او کان کښېناستلی ؤ او دننه پکې خواري کښ گېر شوي وو ، چې د يو کس مړی پکې تېر ماښام راويستی شوی ؤ ، او اووه نور مړي نن راويستل شوي دي .

د رشيد ابړو په خبره خپله کان کې کار کوؤنکو مزدورانو د گېرشوؤ خواري کښو راويستو هڅې کولې ، او د کوئټې نه امدادي ټيمونه سيمې ته ډېر وروستو رسېدلي دي .

د راپورونو ترمخه ليويز چارواکو په کان کې گېرځينې خواري کښ بچ کړي او ژوبل خواري کښ روغتون ته وړل شوي دي .

د لورالائي دُکي علاقه کې په غټه کچه د کوئلې کانونه دي او په دغو کانونو کې زياتره د افغانستان سره تعلق لرونکي کسان کار کوي،د دغو کانونو نه راويستل شوې کوئله په غټه کچه د پنجاب صوبې کارخانو ته لېږل کيږي .

د پاکستان بلوچستان صوبې او ملک پهنورو سيمو کې وخت په وخت د کوئلې د کانونو سره د سنگ مرمرو په کانونو کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي ، او زياتره خواري کښ په دغه رنگ پېښو کې د حفاظتي انتظام او غټي مشينرۍ د نه موجودگۍ له کبله مړه شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG