لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وېلي غربي هیوادونه د اسلام سره په جګړه نه دي


د امریکا صدر بارک اوباما وېلي د ترهګرو لخوا دا خبره چې غربي هیوادونه د اسلام سره په جګړه دي بدرنګ دروغ دي.

واشنګټن ډي سي کې د سپېنې مانړۍ لخوا د ترهګرۍ پرضد یوی غونډی ته د امریکا صدر ژمنه کړی د اسلامک سټېټ او نورو ترهګرو ډلو پرضد روانه سخته جګړه به جاري ساتي.صدر اوباما وېلي: (دا خبره چې غرب د اسلام سره په جګړه دی بدرنګه دروغ دي او دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې دغه خبره رد کړو.)

امریکاېي صدر زیاته کړی د نړۍ حکومتونو او کلتورونو له پکار ده چې په خپلو هیوادونو کې فرقه اېزې جګړې ختمې کړي. لکه په مسلمان هیوادونو کې د شېعه او سني تر مېنځه جګړه.

د صدر اوباما په وینا د نړۍ مشرانو له د غربت او ظلم مخه هم نیول پکار دي ځکه د غربت او ظلم د لاسه د ترهګرې ډلې نوی نسل د ځان سره یوځاېې کوي. اوباما وېلي: (ټولو قامونو له پکار ده چې د جګړو او په خاصه توګه د فرقه ایزو جګړو مخه اونېسي ځکه دغه فرقه اېزی جګړې د تشدد نه ډکې ترهګرۍ سوا کولو لوی علت دی. مونږ له هغه نا انصافۍ اودرول پکار دي چې ترهګر ېی د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.)

په واشنګټن کې د ترهګرۍ د مخ نېوي په اړه روانې غونډه کې برخه اغستونکي غړو ته د امریکا صدر وېلي د ترهګرو لخوا وړاندې شوې غلطې مفکوری ته سم ځواب پکار دی. په خاصه توګه هغه کوششونه چې ترهګر ېی کوي او دوي د اسلام نوم د خپل تشدد لپاره استعمالوي.

د صدر اوباماوړاندې د ملګرو ملتونو سر منشي با ن کي مون هم په سپېنه مانړۍ کې دغه غونډې ته وینا اوکړه او د اسلامک سټېټ او بوکو حرام په شان ترهګروډلو د تشدد نه ډک ګامونه ېی د نړیوال امن لپاره لوې خطر اوبلو. ښاغلي بان کي مون د نړۍ ۶۰ نه سوا هیوادونو نه راغلو چارواکو ته اوېل د تشدد نه ډکې ترهګرۍ مخه نیول او د انساني حقونوحمایت کول په یو ځاې پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG