لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راولپينډۍ : امام باړې سره نزدې چاؤدنه ، درې کسان وژل شوي


 دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) څخه بيلې شوې ډلې جنداله￿ ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې، ديو نامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه ډلې وياند وئيلي دي چې دغه چاؤدنه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن رد عمل ؤ.
دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) څخه بيلې شوې ډلې جنداله￿ ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې، ديو نامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه ډلې وياند وئيلي دي چې دغه چاؤدنه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن رد عمل ؤ.

دپاکستان راولپينډۍ ښار کې ترسره شوې يوه چاؤدنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي چې پکې دزياترو حالت نازک ښودلى شي.

دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) څخه بيلې شوې ډلې جندالله ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې، ديو نامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه ډلې وياند وئيلي دي چې دغه چاؤدنه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن رد عمل ؤ.

دپاکستان انسټيټيوټ اف ميډيکل سائنسنز وياندې ډاکټر عائشې خبريالانو سره خبرو کې پخلى کړى چې هسپتال ته ددوؤ کسانو مړي وروړل شوي اؤ دپينځوؤ سختو ژوبل شوؤ کسانو علاج روان دى، هغې دوژل شوؤ کسانو نومونه غلام حسين اؤ عبدالشکور وښودل.

دابتدائي معلوماتو ترمخه دراولپينډۍ په کري روډ يو ځانمرگي هاغه وخت په ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد وچول کله چې امنيتي ځواکونو هغه قصر سکينه امام باړې ته دننوتو څخه منعې کړو.

دچاؤدنې غږ لرې پرتو سيمو کې اوريدل شوى اؤ دچاؤدنې په نتيجه کې دنزدې ودانو شيشې ماتې شوي.

دصادق اباد سيمې دپوليسو مشر( ايس ايچ او) وئيلي دي چې دحمله کوونکي مړى اوس هم دامام باړې دننه موجود دى اؤ پوليس ددې معلومو هڅه کوي چې ايا دا يو ځانمرگي بريد ؤ که نه؟

هغه زياته کړې ده دامام باړې دننه موجود عبادت کوونکي محفوظ دي اؤ کوم کسان چې پيښه کې وژل شوي هغوي دروازه کې ولاړ وؤ.

سږکال پاکستان کې دشيعه مسلمانانو په ضد دغه څلورمه حمله ده.

په ١٤مه فرورۍ دپيښور په حيات اباد سيمه کې په امام شوې حمله کې ٢١ کسان وژل شوي اؤ ٥٠ نور ژوبل شوي وؤ.

له دې وړاندې دسندهـ په شکارپور سيمه کې په يوه امام باړه شوې حمله کې ٦١ کسان وژل شوي وؤ.

ددغه حملې ذمه واري تندروه ډلې جندالله په غاړه اخستې وه.

دټي ټي پي جماعت احرار ډلې هم دجنورۍ مياشت کې راولپينډۍ کې په يوه امام دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه، دغه حمله کې ٨ کسان وژل شوي اؤ ١٦ نور ژوبل شوي وؤ.

دشيعه مسلمانانو په عبادت خانو پاکستان کې دتندلارو لخوا حملو کې دغه اضافه په داسې حال کې راغلې چې دپيښور دسانحې څخه وروستو دحکومت له لوري دجوړ ې شوې ترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې لاندې ټول هيواد څخه په سلگونو شکمن کسان نيول شوي اؤ پوځ قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد عملياتو کې تُندي راوستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG