لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويلنټائن ډى : په سور گلاب د مينې اظهار


 په دې ورځ خلک خپلو مينه والو سره دمينې او عقيدت داظهار لپاره يو بل ته سرۀ گلونه او تُحفې يا سوغاتونه ورکوي
په دې ورځ خلک خپلو مينه والو سره دمينې او عقيدت داظهار لپاره يو بل ته سرۀ گلونه او تُحفې يا سوغاتونه ورکوي

مينه دانسان په فطرت کې شامله ده خو دمينې د اظهار موقعې ډيرو بختورو خلکو ته په لاس ورځي اؤ نن په14مه فرورۍ دخالي په ورځ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمينې د اظهار ورځ د ويلنټائن ډى په نوم نمانځلى شي.

په دې ورځ خلک خپلو مينه والو سره دمينې او عقيدت داظهار لپاره يو بل ته سرۀ گلونه او تُحفې يا سوغاتونه ورکوي.

په پاکستان کې کۀ هرڅو مذهبي تندروه ذهنيت لرونکې طبقه وخت دسره د ويلنټائن ډى مخالفت کوي اؤ دا ورځ په اروپايانو پسې تړي خو دتيرو څو کالو راهسې ددغه هيواد تعليم يافته طبقه خصوصاً ځوان نسل هم د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په څير ددغه ورځې په نمانځلو کې په پوره جذبې سره برخه اخلي اؤ په دې ورځ خپلو عزيزانو ته د گلونو ډالۍ وړاندې کوي.

دپيښور په صدر ، قيصه خوانۍ، حيات اباد، مينه بازار، گلبهار، اشنغرۍ اؤ يو شمير نورو بازارونو کې د ويلنټائن ډى په مناسبت سره نۀ يواځې چاپ شوي کارډونه په دوکانونو کې خرڅيږي بلکې د سرو گلابونو سټالونه هم لگول شي چې خلک ترې گلونه اخلي اؤ خپلو مينه والو ته يې ورکوي.

البته د پښتنو په غرئيزو اؤ قبائيلي سيمو کې نن هم ددې ورځې د نمانځنې نه ډير خلک ناخبره پاتې دي.

په پرمخ تللو هيوادونو کې د ويلنټائن ډى دراتگ په نظر کې نيولو سره دگلونو خرڅولو سټالونو مالکانو دگلونو په نرخونو کې څو چنده اضافه کړې خو بيا هم خلک په گرانو نرخونو گلابونه اخلي اؤ ددغه ورځې په نمانځلو کې خپله خوښي ښايي .

د ويلنټائن ډى په مناسبت زړۀ راښکونکي معلومات :

ددې ورځې په مناسبت سره په امريکا کې هر کال په 14فرورۍ يو بلين کارډونه خرڅيږي،

په ټوله نړۍ د ويلنټائن ډى په حوالې سره دځانگړو کارډونو په اخستونکو کې 85 فيصده ښځې شاملې وي،

که هر څو په نړۍ کې دغه ورځ درومانوي مينه کوونکو لپاره ځانگړې ده ، خو د شوي يو تحقيق له مخې په دغه ورځ اخستل کيدونکى هر پينځم کارډ موروپلار ته ورکولى شي.

په نړۍ کې دکورنو څاروؤ لرونکو څخه درې فيصده خپلو څاروؤ ته هم په دغه ورځ ځانگړي سوغاتونه وړاندې کوي.

په ټوله نړۍ کې هر کال پنځوس ملينه دگلاب گلونه دويلنټائن ډى په موقع ورکولى شي، په امريکا کې اوسطاً يو سل لس ملينه دگلاب گلونه په سوغات کې ورکولى يا قبلولى شي،

دگلونو په اخستونکو کې ٧٣ فيصده سړي او ٢٧ فيصده ښځې وي، دټيليفون موجد اليگزينډر گراهم بيل په ١٨٧٦ء کې خصوصاً هم په دې ورځ خپل ايجاد پخپل نوم سره دمخصوصولو لپاره درخواست ورکړى ؤ،

په اروپا کې عامه رايې دا ده چې په دغه ورځ سحر دسترگو پرانستل کيدو سره سم چې تاسو دکومې ښځې يا سړي نوم واورئ نوهم دهغې سره وادۀ کيږي.

دمينې داظهار لپاره کۀ هر څو يو وخت او ورځ نۀ شي متعين کيدلى خو ويلنټائن ډى ددغه جذبې دتجديد موقع ورکوي، دا ورځ خپلو مينه والو ته ددې وئيلو ورځ ده چې مونږ دهغوي سره څومره مينه کوؤ، په دغه ورځ خلک دخپلو مينه والو سره دروايت مطابق دخپلو جذباتو اظهار کوي، دملگرو سره ليدل کتل ، خبرې کول اودسوغاتونوراکړه ورکړه د ويلنټائن دى خاصه ده اؤ د تحفو ورکړه په مينه کې داضافې سبب کيږئ.

دا دمينې دويشلو ورځ ده او چرته چې په ټولنه کې دومره نفرتونه وي، نو هلته دمينې په ويشلو اعتراض څنگه کيدى شي؟

14 مه فروري د مينې د اظهار ورځ څنگه جوړه شوه؟

په دې حواله په عامه توگه بيانيدونکې قصه خو دوخت دمشهور سينټ ويلنټائن ده ، ديو روايت ترمخه ويلنټائن ډى درومي تهذيب څخه اغاز وموندو، په زوړ روم کې په ١٤مه فرورۍ دوادۀ کولو ورځ وه، په دغه ورځ به يو تهوار نمانځل کيدو چې پکې درومي جينکو نومونه په پرچو ليکلى شول ، وروستو به دقرعه اندازۍ په ذريعه ، دوه ښځې په تهوار کې شاملو سړو باندې ويشلى شوې ، دغه جوړې به دتهوار په وخت يو بل سره وخت تيرولو او کله چې به يې ديو بل سره مينه پيدا شوه نو دهغوي به وادۀ کولى شو.
ديو بل روايت ترمخه باچا کلوډئيس په پوځ کې دناوادۀ کړو ځوانانو دکارکردگۍ ښه کولو لپاره دځوانانو په وادۀ پابندي لگولې وه خو مقامي پادري سينټ ويلنټائن دباچا څخه په پټه دهغوي دودونو کولو فيصله وکړه، کله چې باچا ته حقيقت معلوم شو نو هغه پادري ته دمرگ دسزا اورولو امر وکړو، دسينټ ويلنټائن دمرگ په سزا عمل درامد په ١٤ فرورۍ شوى ؤ او دغه شان دويلنټائن ډى روايت رواج شو.
زړۀ راښکونکې خبره دا ده چې په تاريخي دستاويزاتو کې ددغسې کومې واقعې سند هم نۀ شي موندل کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG