لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اؤ پنجاب کې به سږکال بلدياتي انتخابات کيږي


دغونډې په مهال چيف اليکشن کمشنر وويل چې دخيبرپښتونخوا دحکومت په خواست به مئ کې هلته بلدياتي انتخابات ترسره کولى شي
دغونډې په مهال چيف اليکشن کمشنر وويل چې دخيبرپښتونخوا دحکومت په خواست به مئ کې هلته بلدياتي انتخابات ترسره کولى شي

دجمعې په ورځ داليکشن کمشنر سردار رضا خان مشرۍ کې دپاکستان خيبرپښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې سږکال اؤ سندهـ صوبه کې راتلونکي کال کې دبلدياتي انتخاباتو ترسره کولو پريکړه شوې ده.

اسلام ابد کې دچيف اليکشن کمشنر په مشرۍ دبلدياتي انتخابآتو په اړه غونډه کې دخيبرپښتونخوا، پنجاب اؤ سندهـ صبائي اليکشن کمشنرانو هم برخه اخستې اؤ په دغه مهال دريواړو صوبو کې دبلدياتي انتخاباتو په اړه په بيلا بيلو چارو غور وشو.

دغونډې په مهال چيف اليکشن کمشنر وويل چې دخيبرپښتونخوا دحکومت په خواست به مئ کې هلته بلدياتي انتخابات ترسره کولى شي ، پنجاب کې به دنومبر اؤ سندهـ کې به راتلونکي کال کې بلدياتي انتخابات کولى شي.

دغونډې څخه وروستو داليکشن کميشن قائم مقام سکتر شيرافگن وويل چې صوبو دبلدياتي انتخاباتو دتيارو لړ کې اليکشن کميشن خبر کړى اؤ زياته يې کړه چې دحلقه بندو په اړه خستل کيدونکي گامونه پخپلو غوڅو پړاؤنو کې دي چې له دې وروستو به صوبائي حکومتونه دبلدياتي انتخاباتو دترسره کولو جوگه وي.

شيرافگن وويل چې غونډه کې دخيبرپښتونخوا چارواکو وويل چې هغوي دحلقه بندو په گډون دټولو قانوني تقاضو پوره کولو اؤ څه هم وخت صوبۀ کې دبلدياتي انتخاباتو ترسره کولو لپاره تيار دي.

دهغه وينا وه ددريوؤ صوبو چارواکو دانتخاباتو ترسره کولو په اړه نيټې نۀ دي ښودلي خو وې وئيل چې څو ورځو کې به دې لړ کې اليکشن کميشن خبر کړل شي.

ټول هيواد کې دبلدياتي انتخاباتو نۀ ترسره کيدل سترې محکمې دائين په ضد گرځولي اؤ دې لړ کې يې صوبو ته څو ځله احکامات هم جاري کړي چې تر دې مهاله پرې دريوؤ صوبو کې عمل درامد نۀ ؤ شوى اؤ يواځې بلوچستان صوبه کې دبلدياتي انتخاباتو عمل مکمل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG