لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټول ملک کې په سلگونو ترهه گر نيول شوي،چوهدري نثار


 دقومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل داستخباراتي معلوماتو په اساس ټول ملک کې ترسره شوؤ پينځوؤ سوؤ کارروائيو کې په سلگونو ترهه گر نيول شوي دي.
دقومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل داستخباراتي معلوماتو په اساس ټول ملک کې ترسره شوؤ پينځوؤ سوؤ کارروائيو کې په سلگونو ترهه گر نيول شوي دي.

دپاکسان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دشورو په ورځ وئيلي دي چې دترهه گرۍ ستونزه په سمدستي توگه نۀ شي هواريدى بلکې دې لړ کې اوونۍ، مياشتې يا کلونه لگيدى شي.

دقومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل داستخباراتي معلوماتو په اساس ټول ملک کې ترسره شوؤ پينځوؤ سوؤ کارروائيو کې په سلگونو ترهه گر نيول شوي دي.

چوهدري نثار وويل دترهه گرو په ضد دپوځي اپريشن ردعمل راروان دى.

هغه وويل دوفاقي،صوبائي حکومتونو اؤ سيکورټي ايجنسو ترمينځ دغوره همکارۍ په نتيجه کې دترهه گرۍ دگڼو پيښو مخه نيول شوې ده.

دکورنو چارو وزير وويل هيواد څخه دتل لپاره دترهه گرۍ دجرړو ويستو لپاره ټول قام اؤ سياسي قيادت ته يو موټى کيدل پکار دي.

داخله وزير وويل دشکارپور پيښه کې دخودکش حمله کوونکي قميص گنډونکى درزي نيول شوى چې نور معلومات ترې هم مخې ته راتللى شي اؤ دترهه گرۍ په دغه پيښه کې دپينځوؤ نه تر نهوو کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد استعمال شوي وؤ، هغه وويل دپيښې دځايې څخه دحمله کوونکي گوتې ترلاسه شوي چې دپيژندگلو لپاره نادرا ته ليږل شوي دي اؤ دملزم دپيژندگلو په اړه به راپور نن مخې ته راشي.

هغه خبردارى ورکړو چې دقام دويشلو لپاره ترهه گر غواړي چې ويره ترهه خوره کړي ، ترهه گر غواړي چې قام وويشي خو يو بل ته دگوتو نيولو پځايې ترهه گرو ته گوتې نيول پکار دي.

هغه وويل انټلي جنس ايجنسۍ صوبو اؤ ځواکونو سره هر هاغه وخت معلومات شريکوي کله چې يې صوبائي حکومتونه وغواړي، يوه صوبه هم دترهه گرۍ پسر ذمه وار نۀ گرځول کيږي اؤ نۀ هم په بدامنۍ په کومه صوبه نيوکه شوې.

نثار وويل يو بل ته دگوتو نيولو پځايې گوتې دترهه گرو په لوري نيول پکار وؤ اؤ زياته يې کړه چې احتجاجونه دصوبائي حکومت پځايې دترهه گرو په ضد کول پکار وؤ.

چوهدري نثار وويل داستخباراتي معلوماتو په اساس بلوچستان کې دترهه گرو څلور غړي نيول شوي چې هزاره ورورولي يې په نخښه کول غوښتل اؤ ترهه گرو دکارروايۍ لپاره ټرک تيار کړى ؤ خو سيکورټي ايجنسو پخپل مينځي همکارۍ سره دا ناکاره کړو اؤ ملزمان يې ونيول.

چوهدري نثار دعوه وکړه چې دسندهـ شکارپور ښار دترهه گرو مرکز جوړ شوى دى.

بل لوري ته قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز وويل دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې يو نوى پړاؤ پيل شوى

همدغه شان قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه وويل چې دقومي سلامتۍ په معامله به اپوزيشن حکومت سره هره ممکنه مرسته جاري ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG