لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلي : د ترهگرۍ په ضد جگړه دې منطقي انجام ته ورسول شي


مولانا لطف الرحمان وويل مونږ مسول وو چې خپلو بچو ته مو روښانه مستقبل ورکړى وى خو دهغې په ځايې مو د وينو سور مستقبل ورکړو اؤ ددې هرڅه وجه زمونږ ناکامه خارجه پاليسۍ دي
مولانا لطف الرحمان وويل مونږ مسول وو چې خپلو بچو ته مو روښانه مستقبل ورکړى وى خو دهغې په ځايې مو د وينو سور مستقبل ورکړو اؤ ددې هرڅه وجه زمونږ ناکامه خارجه پاليسۍ دي

دپاکستان د خيبر پښتونخوا صوبې اسمبلۍ د جمعې په ورځ غوښتنه کړې ده پيښور کې په سکول دشوي بريد له امله د رامينځته شوي ملي يووالي څخه په استفاده دې د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه منطقي انجام ته ورسول شي.

دغه غوښتنه د اسمبلۍ لخوا په منظور شوي يو گډ قرارداد کې شوې ده.

په قرارداد کې په شپاړسم نومبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول شوى بريد په سختو ټکو کې غندل شوى اؤ ددې عزم څرگندونه شوې چې پيښه کې د وژل شوؤ کسانو وينې به ضائع کيدو ته نۀ پريښودل کيږي.

صوبايي اسمبلۍ غوښتنه کړې چې ددغه پيښې له امله د رامينځته شوي وضعيت په نظر کې نيولو سره دې د هيواد په بهرنۍ تگلاره بيا د سره نظر وکړل شي اؤ هيواد کې دامنيت ټينگولو دپاره دې دامنيت پياوړې امنيتي پاليسي جوړه کړل شي.

په قرارداد کې دا غوښتنه هم شوې چې په پاکستان کې دميشته افغان کډوالو اؤ بې کوره شوؤ قبائيلي وگړو بيرته خپلو کورونو ته په باعزته توګه د ليږلو دپاره دې گټور گامونه واخستل شي.

له دې وړاندې چې کله د پيښور په پيښه د بحث کولو په يواځينۍ نکته د اسمبلۍ غونډه د سپيکر اسد قيصر په مشرۍ پيل شوه نو د مخالفې ډلې مشر مولانا لطف الرحمان خپله وينا کې وويل د پيښور پيښې نۀ يواځې ټوله صوبه اؤ ملک په درد مبتلا کړى بلکې د نړۍ د ټولو انسانانو زړونه يې دردولي دي.

هغه وويل دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې اپوزيشن گوندونو وخت په وخت د حکومت پام د امنيت خرابې وضعې ته راگرځولى خو د افسوس خبره ده چې د اپوزيشن دغه خبرې ته مدام د بې ځايه تنقيد په نظر کتل شوي .

هغه وويل داسې اوريدل کيږي چې د پيښور په سکول دبريد نه وړاندې ايجنسو د خطرې خبردارى ورکړى ؤ خو زمونږ بدنصيبي داده چې په دغسې خبرداري تر هغې غوږ نۀ گروؤ ترڅو چې کومه بده پيښه رامينځته شوي نۀ وي.

مولانا لطف الرحمان وويل مونږ مسول وو چې خپلو بچو ته مو روښانه مستقبل ورکړى وى خو دهغې په ځايې مو د وينو سور مستقبل ورکړو اؤ ددې هرڅه وجه زمونږ ناکامه خارجه پاليسۍ دي.

هغه وويل اوس چې د پيښور د پيښې په نتيجه کې ټول سياسي ، عسکري اؤ اولسي قوت په يوه ليکه ودريدلى دا مونږ ته اميد راکوي چې نورې به دامن موقعې ضائع نه کړو اؤ په سنجيده ډول به دامن د تامين دپاره گامونه پورته کړو.

د صوبې د کلتور اؤ محنت وزير شاه فرمان پخپله وينا کې وويل په صوبه کې چې په څومره لويه پيمانه افغان کډوال ميشته دي هغې زمونږ د صوبې ټوله ځاندره تباه کړې ده اؤ نن چې د امن په شمول څومره لويو ستونزو سره مونږ مخ يو دهغې ذمه وار افغان کډوال دي .

خو دقومي وطن پارټۍ صوبايي مشر سکندر خان شيرپاؤ بيا د صوبايي وزير دغه خبره په سختۍ سره رد کړه اؤ وئ وئيل د هرې بدې پيښې پړه چې صوبايي حکومت په افغانانو اچوي دهغې نه غوره داده چې د خپلو ناکامو اسباب ولټوي .

هغه وويل د افغانستان خلک پښتانۀ اؤ زمونږ روڼه دي اؤ د هغوئ دلته په ميملستيا کولو ټوله نړۍ کې زمونږ يو ښه تصوير جوړ شوى ، اوس بايد جذباتو کې هغوئ پسې د ډانگ راخستلو د لارې خپل دغه ښکلى عکس بدرنگ نه کړو.

هغه وويل د پښتنو په خاوره ډيرې وينې وبهيدلې ، په لارو کوڅو، حجرو، جوماتونو،جنازو اؤ اقليتونو مو حملې وشوې او نور بايد مونږ د زباني غندنو پځايې د عمل ميدان ته را اوځو اؤ د ترهگرۍ په ضد يو موټى شو .

هغه د تحريک انصاف په صوبايي اسمبلۍ سخت ټکونه وکړل اؤ وئ وئيل يواځې په تير کال کې اووۀ کرته صوبايي اسمبلۍ د امنيت په ستونزه غونډې کړي دي اؤ په هره غونډه کې حکومت يواځې زباني تسلي ورکوي چې امن به پځايې کړي خو عمل کې داسې هيڅ نۀ ښکاري.

هغه وويل کۀ صوبايي حکومت يواځې د وجوهاتو اؤ دليلونو ورکولو له لارې ځان د امن ټينگولو د مسوليت نۀ بري کول غواړي نو په دې کار نۀ کيږي بلکې اوس به مونږ ته دسياستونو څخه بالا په يوه ليکه د امن دپاره ودريدل پکار وي.

د اسمبلۍ دغې غونډې ته خپلو ويناگانو کې د صحت وزيرشهرام خان ترکئ، سنئير وزير عنايت الله، د مسلم ليگ ن اورنگزيب نلوټا اؤ د قومي وطن پارټۍ انيسه زيب هم د پيښور د ترهگرۍ په پيښه د خفگان څرگندونه وکړه اؤ په دې خبره يې زور راوړ چې د ترهگرۍ په ضد د ملي يووالي کومه روحيه رامينځته شوې هغه بايد برقراره وساتل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG