لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: په مشرف حمله کې ککړ مجرم تيزندي کړل شو


دډاکټرانو لخوا دهغه دمرگ دپخلي وروستو مړى خپلو وارثانو ته سپارل شوى، په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ دجيل له لوري په تلونکو لارو خلکو ته دورتللو اجازه نۀ وه
دډاکټرانو لخوا دهغه دمرگ دپخلي وروستو مړى خپلو وارثانو ته سپارل شوى، په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ دجيل له لوري په تلونکو لارو خلکو ته دورتللو اجازه نۀ وه

دپاکستان په پخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف حمله کې ککړ يو بل مجرم نياز محمد دپيښور په سنټرل جيل کې تيزندي کړل شوى دى.

دډاکټرانو لخوا دهغه دمرگ دپخلي وروستو مړى خپلو وارثانو ته سپارل شوى، په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ دجيل له لوري په تلونکو لارو خلکو ته دورتللو اجازه نۀ وه، دتيزندي کولو څخه دمخه مجرم ته دخپلو کورنۍ دغړو سره دليدنې اجازه ورکړل شوې وه.

دخيبرپښتونخوا صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکي نياز محمد، څوک چې دائيرفورس پخوانى ملازم ؤ، ته په پخواني پوځي صدر پرويز مشرف د راولپينډۍ دجهنډا پل په مقام دحملې په جرم کې کال ٢٠٠٦م کې پوځي عدالت دمرگ سزا اورولې وه اؤ دغه تن څو ورځې وړاندې دهري پور نه پيښور ته راوستل شوى ؤ.

خواؤشا ١٠ ورځې دمخه هم ډسټرکټ جيل فيصل اباد کې په پخواني صدر حمله کې ککړ څلور کسان تيزندي کړل شوي وؤ ددغه څخه دوه ورځې وړاندې هم دوؤ مجرمانو ته تيزندي ورکړل شوې وه چې پکې يو په جي ايچ کيو اؤ يو په پرويز مشرف حمله کې ککړ ؤ.

په ١٦ دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو لخوا حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هيواد کې ترهه گرو ته دمرگ دسزا ورکولو څخه بنديز پورته کړى ؤ.

ملگرو ملتونو اؤ اروپائي اتحاديې دپاکستان دحکومت له لوري دمرگ دسزا څخه دبنديز پورته کولو غندنه کړې اؤ دبيا بنديز لگولو غوښتنه يې کړې خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې په دې اړه غيرمعمولي حالاتو کې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG