لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اين اى ١٢٢: داياز صادق خواستونه رد


دلاهور هائيکورټ جج جسټس اعجاز الاحسن دنهې په ورځ دغه دواړه درخواستونه په دې وئيلو سره رد کړي اؤ خارج کړي چې داليکشن ټربيونل په فيصله عبوري حکم نۀ شي جاري کيدى
دلاهور هائيکورټ جج جسټس اعجاز الاحسن دنهې په ورځ دغه دواړه درخواستونه په دې وئيلو سره رد کړي اؤ خارج کړي چې داليکشن ټربيونل په فيصله عبوري حکم نۀ شي جاري کيدى

دلاهور هائيکورټ دقومي اسمبلۍ دسپيکر اياز صادق له لوري داليکشن ټربيونل دپريکړې اؤاليکشن ټربيونل دجج کاظم ملک په ضد جمع کړل شوي درخواستونه رد کړي دي.

دقومي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق دوه بيلا بيل خواستونه جمع کړي وؤ چې دهغې څخه په يو کې غوښتنه شوې وه چې اين اى ١٢٢ کې دې دبيا شميرنې فيصله خارج کړل شي اؤ دوهم خواست کې هغه داليکشن ټربيونل دجج کاظم ملک په ضد دعدالت دسپکاوي دخواست هم جمع کړى ؤ.

خو دلاهور هائيکورټ جج جسټس اعجاز الاحسن دنهې په ورځ دغه دواړه درخواستونه په دې وئيلو سره رد کړي اؤ خارج کړي چې داليکشن ټربيونل په فيصله عبوري حکم نۀ شي جاري کيدى.

په ډاگه دې وي چې دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دقومي اسمبلۍ دسپيکراؤ واکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) دمشر سردار اياز صادق په ضد دتيرکال عامو انتخاباتو کې حلقه اين اى ١٢٢ کې ددهاندلۍ تور لگولى ؤ.

روانه مياشت کې دياد شوي کيس د اوريدنې په مهال اليکشن ټربيونل اين اى ١٢٢ کې دشکمنې دهاندلۍ دپخلي لپاره دووټونو دتيلو دپرانستو امر کړى ؤ، چې له دې وروستو سردار اياز صادق دووټونو دبيا شميرلو فيصله چيلنج کړې وه اؤ داليکشن ټربيونل دجج جسټس کاظم ملک په ضد يې دعدالت دسپکاوي دخواست جمع کولو پريکړه کړې وه.

خو نن دلاهورهائيکورټ داياز صادق دغه دواړه خواستونه داوريدنې جوگه ونۀ گرځول اؤ رد يې کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG