لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل لوړپوړو امريکائي دفاعي چارواکو سره خبرې کړي


جنرل راحيل ددفاع مرستيال وزير ، رابرټ او ورکس، چئيرمين جوائنټ چيفس اف اسټاف جنرل مارټن اي ډيمپسي، چيف اف ارمي اسټاف ريمنډ ټي اوډيئرنواؤ دبحريې کمانډ انټ، جوزف ايف ډنفرډ سره ليدنې وکړې.
جنرل راحيل ددفاع مرستيال وزير ، رابرټ او ورکس، چئيرمين جوائنټ چيفس اف اسټاف جنرل مارټن اي ډيمپسي، چيف اف ارمي اسټاف ريمنډ ټي اوډيئرنواؤ دبحريې کمانډ انټ، جوزف ايف ډنفرډ سره ليدنې وکړې.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ پينټاگون کې دامريکا لوړپوړو پوځي چارواکو سره ليدنې کړي دي.

جنرل راحيل ددفاع مرستيال وزير ، رابرټ او ورکس، چئيرمين جوائنټ چيفس اف اسټاف جنرل مارټن اي ډيمپسي، چيف اف ارمي اسټاف ريمنډ ټي اوډيئرنواؤ دبحريې کمانډ انټ، جوزف ايف ډنفرډ سره ليدنې وکړې.

په امکاني توگه دغو ليدنو کې په پاک امريکااړيکو، دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو پوځي عملياتو ضرب عضب، دپاکستان د لويديزو اؤ ختيزو پولو په صورتحال، افغانستان نه دنيټو ځواکونو په وتلو، پاک افغان، پاک وهند اړيکو، اؤ په سيمه ييزو اؤ بين المللي چارو خبرې شوي دي.

پينټاگون ته په رسيدو دپوځ سرلښکر ته په باضابطه توگه " گارډ اف انر" وړاندې کړى شو.

په دغه موقع دپاک پوځ سرلښکر شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو عملياتو ضرب عضب دپرمختگ په حواله يادونه وکړه اؤ امريکائي پوځي قيادت يې ستائينه وکړه.

څيړونکي وائي چې دضرب عضب اپريشن نه پس پاک امريکا اړيکو کې ښه والى راغلى دى

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتې څانگې( ائي ايس پي ار) دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه دسينټکام هيډکوارټرز کې ترسره شوؤ خبرو اترو کې پام دسيمې سلامتۍ اؤ ثبات ته گرځول شوى ؤ، دسينټاکام کمانډر دترهه گرۍ په ضد جگړه کې په لاسته راوړنو دپاکستان پوځ ته پيرزوئينې وړاندې کړې.

امريکائي جنرل دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب ستائينه هم وکړه، جنرل شريف دسيمې دسلامتۍ اؤ پاک افغان اړيکو په اړه دپاکستان نقطه نظر هم وړاندې کړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG