لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي: عملياتو کې د نورو 19ؤ ترهگرو د وژلو دعوه


دغه ترهگر په اکاخيل اؤ سينډپل سيمو کې تيره شپه د هوايي بمبارۍ په مهال وژل شوي چې پکې د ترهگرو يو مهم کمانډر هم شامل دى .
دغه ترهگر په اکاخيل اؤ سينډپل سيمو کې تيره شپه د هوايي بمبارۍ په مهال وژل شوي چې پکې د ترهگرو يو مهم کمانډر هم شامل دى .

دافغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو اؤ ترهگرو په ضد روانو پوځي عملياتو کې امنتي ځواکونو د نورو 19ؤ ترهگرو د وژنې دعوه کړې ده خو ازادو سرچينو ددغه دعوې پخلى نۀ دى کړى.

دامنيتي ځواکونو سرچينو ډيوه راډيو ته د شورو په ورځ وئيلي دغه ترهگر په اکاخيل اؤ سينډپل سيمو کې تيره شپه د هوايي بمبارۍ په مهال وژل شوي چې پکې د ترهگرو يو مهم کمانډر هم شامل دى .

خو سرچينو ددغه کمانډر نوم اؤ کومې تندروه ډلې سره تړاؤ نه دى په ډاگه کړى.

سرچينې وايي په د خيبر ون په نوم روانو دغو عملياتو کې د تندلارو پينځۀ ځالې هم لۀ مينځه وړل شوي دي.

په خيبرايجنسۍ کې روانو دغو عملياتو کې تراوسه امنيتي ځواکونو د گڼ شمير تندلارو د وژلو دعوه کړې ده خو ددغو دعوؤ د ازادو سرچينو څخه تصديق ځکه نۀ کيږي چې دا مهال سيمې ته د خبريالانو ورتگ ناشونى شوى اؤ د عملياتو په بابله خوريدونکي ټول خبرونه يواځې د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانگې ايي ايس پي ار له لوري مخې ته راځي.

په خيبرايجنسۍ کې د روانو دغو پوځي عملياتو له امله د دوؤ لکو نه زيات مقامي قبائيل هم بې کوره شوي اؤ دسرپناه دپاره يې بيلابيلو خوندي سيمو ته کډې کړي دي.

خيبرايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پولې يې د افغانستان سره لگيدلي اؤ دغلته د وسله والو طالبانو ترڅنگ يو شمير سيمه ائيز تندروه وسله وال تنظيمونه هم په فعاليت بوخت دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG