لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايبولا نه جوړې شوې نرسې صدر اوباما سره سره ليدلي


 دجمعې په ورځ سپينې ماڼۍ ته په ورتللو دامريکا صدر براک اوباما دايبولا دناروغۍ نه جوړې شوې امريکائي نرسې نينا فام ته ورتغاړى وتلى دى.
دجمعې په ورځ سپينې ماڼۍ ته په ورتللو دامريکا صدر براک اوباما دايبولا دناروغۍ نه جوړې شوې امريکائي نرسې نينا فام ته ورتغاړى وتلى دى.

دلا ئبيريا ديو مريض دعلاج په مهال يوې امريکائي نرسې ته دايبولا ناروغي لگيدلې وه اؤ اوس دغه امريکائي نرسه دعلاج کيدو نه پس نۀ يواځې دا چې دهسپتال نه فارغه کړل شوې بلکې هغې دامريکا دصدر براک اوباما سره هم ليدنه کړې ده.

دجمعې په ورځ سپينې ماڼۍ ته په ورتللو دامريکا صدر براک اوباما دايبولا دناروغۍ نه جوړې شوې امريکائي نرسې نينا فام ته ورتغاړى وتلى دى.

صدر سره ددغه ليدنې نه لږ ساعت وړاندې هغعه دواشنگټن نه په لږه فاصله موقعيت لرونکي نيشنل انسټي ټيوټ اف هيلتهـ( اين ائي ايچ) هسپتال نه فارغه کړل شوې وه.

دسپينې ماڼۍ ترجمان جوش ارنيسټ وئيلي دي چې فام ته په ورترغاړې وتلو امريکائي صدر براک اوباما ( دخپل ځان په حواله) پريشانه نۀ ؤ چې دې سره هغه دکومې خطرې سره مخ کيدى شي.

نينا فام دډيلس په يو هسپتال کې دنرسې خدمات ادا کوي اؤ هغه اولنۍ مريضه وه ده چې دايبولا دناروغۍ دښکار کيدو نه پس يې علاج شوى دى.

داين ائي ايچ سره تعلق لرونکي ډاکټر اينتوهني فوسي وئيلي دي چې دا خبره په ډاگه کيدل پکار دي چې فام دايبولا نه جوړه شوې ده.

هغه وويل چې اين ائي ايچ هسپتال کې دايسارتيا په مهال فام ته څه قسمه تجرباتي دوايانې نۀ دي ورکړل شوي اؤ زياته يې کړه چې دنرسې دکم عمرۍ اؤ ددې نه وړاندې دښه صحت په وجه (ايبولا) وائرسو ته په مادې ورکولو کې مرسته ترلاسه شوې.

فام وئيلي دي چې هغه دخپل ځان په رغيدو مشکوره ده اؤ زياته کړې يې ده چې هغه په دغه ناروغۍ کې داخته نورو کسانو لپاره هم فکرمنده ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG