لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز به دکابل دوره کوي


 دخارجه دفتر ديو بيان ترمخه سرتاج عزيز به دغه دوره دپاکستاني وزيراعظم ديو ځانګړي استازي په توگه کوي.
دخارجه دفتر ديو بيان ترمخه سرتاج عزيز به دغه دوره دپاکستاني وزيراعظم ديو ځانګړي استازي په توگه کوي.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز به داتوار په ورځ دکابل دوره کوي اؤ افغان صدر اشرف غني ته به داسلام اباد دسفر بلنه ورکوي.

دخارجه دفتر ديو بيان ترمخه سرتاج عزيز به دغه دوره دپاکستاني وزيراعظم ديو ځانگړي استازي په توگه کوي.

بيان کې وئيل شوي چې سرتاج عزيز به دافغان صدر دپاکستان ددورې په اړه دنيټو اؤ تيارو په اړه خبرې اترې کوي.

سرتاج عزيز به دافغانستان دقومي سلامتۍ مشاور سره هم ليدنه کوي اؤ ورسره به په دوه اړخيزه سيمه ييزو چارو بحث کوي.

دخارجه دفتر ترمخه دوزيراعظم دمشاور سرتاج عزيز دغه دوره دنوي افغان قيادت سره دموثرو رابطو يوه کړۍ ده.

په ٢٩م ستمبر کابل کې دافغانستان دنوي صدر اشرف غني اؤ چيف ايگزيکټيو عبدالله عبدالله دسوگند اخستو دستوره کې دپاکستان صدر ممنون حسين هم گډون کړى ؤ اؤ وزيراعظم نواز شريف هم دواړو مشرانو سره په ټيليفوني رابطو کې ددواړو ملکونو ترمينځ دجامع شراکت دارۍ اراده څرگنده کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG