لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:ديوسف رضا گيلاني دځوې اؤ محافظانو خلاف دقتل مقدمه درج


دغه ځوان دعبدالقادر گيلاني دکاروان سره روان ؤ چې موټرسائيکل يې دعبدالقادر گيلاني دگاډي سره وجنگيدو
دغه ځوان دعبدالقادر گيلاني دکاروان سره روان ؤ چې موټرسائيکل يې دعبدالقادر گيلاني دگاډي سره وجنگيدو

دپاکستان دپخواني وزيراعظم اؤ پيپلز پارټۍ دمشر يوسف رضا گيلاني دځوې عبدالقادر گيلاني دمحافظ په ډزو دلاهور په ډيفنس سيمه کې يو ځوان وژل شوى.

دوژل شوي تن دکورنۍ غړو دمړي سره احتجاج کړى چې له دې وروستو پوليسو دعبدالقادر گيلاني اؤ دهغه دمحافظانو خلاف مقدمه درج کړې چې پکې دقتل اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي دفعې هم شاملې دي.

سرچينې وائي دغه ځوان دعبدالقادر گيلاني دکاروان سره روان ؤ چې موټرسائيکل يې دعبدالقادر گيلاني دگاډي سره وجنگيدو ، په دې دعبدالقادر گيلاني دمحافظانو اؤ دغه ځوان ترمينځ خبرې ترخې شوې چې اؤ محافظ دغه ځوان پسر په ډزو وويشتو اؤ وې وژلو.

دوژل شوي ځوان نوم طاهر ښودل شوى، هغه ديوې شخصي کمپنۍ منيجر ؤ اؤ دپيښې په مهال دخپل رور سره په موټرسائيکل پخپلو خپلوانو داختر دغوښې ويشلو لپاره روان ؤ.

دعبدالقادر گيلاني دمحافظ له لوري دځوان دوژلو وروستو دهغه دکورنۍ غړو دمړي سره په سړک احتجاج کړى چې له دې وروستو دپخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دځوې عبدالقادر گيلاني اؤ دهغه د محافظانو خلاف ډيفنس اى تهاڼه کې مقدمه درج کړل شوې اؤ محافظ محمد خان نيول شوى دى.

پوليس وائي چې مقدمه دقتل کړل شوي ځوان دپلار په مدعيت کې درج کړل شوې چې پکې دقتل دفعې هم شامل کړل شوي اؤ دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف هم دپيښې نوټس اخستى اؤ دقانون مطابق يې دکارروايۍ کولو حکم کړى دى.

بل لوري ته دگيلاني کورنۍ وياند وائي چې دحيدرگيلاني دتښتول کيدو وروستو عبدالقادر گيلاني ته هم دړکې کيدې اؤ په موټر سائيکل سوارۀ څو شکمن کسان دڅو ورځو راهسې په عبدالقادر گيلاني پسې لگيدلي وؤ چې په دې دهغوي محافظ ډزې کړي اؤ دغو ډزو کې يو ځوان وژل شوى.

خو پوليس دريځ لري چې دشکمنو کسانو له لوري عبدالقادر گيلاني پسې دلگيدلو په اړه دگيلاني کورنۍ پوليسو ته رپورټ نۀ دى ورکړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG