لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنجاب اريباخان د پښتنو په زړونو راج کول غواړي


اريباخان وويل پښتنې ميرمنې د فلم انډسټرۍ د ماحول نه ويريږي اؤ له دغې ويرې فلمونو کې دکار کولو څخه ډډه کوي
اريباخان وويل پښتنې ميرمنې د فلم انډسټرۍ د ماحول نه ويريږي اؤ له دغې ويرې فلمونو کې دکار کولو څخه ډډه کوي

لوړه دنگه،سره سپينه، دسرو طلايي اوږدو زلفو لرونکې دا پيغله اريبا خان ده ،چې په دې اميد دپښتو فلمونو ميدان ته راوتلې چې نورو ټولو هيروئنو ته په ماتې ورکولو به د پښتو فلم دمينه والو په زړونو خپل راج قائموي .

شل کلنه اريباخان په خټه پنجابۍ ده اؤ پنجاب په سرښارلاهور کې زيږيدلې ده.

د پښتو فلمونو ته په لمړي ځل راوتلې ده اؤ دا مهال د مري په يخه اؤ ښکلې سيمه کې د لويې اختر دپاره په جوړيدونکي پښتو فلم تماشبين کې د هيروئن کردار ادا کوي .

اريباخان په پښتو نه پوهيږي اؤ ددې نه هم خبر نه ده چې په کوم فلم کې کار کوي ددغه فلم قيصه څه ده؟ خو وايي پښتو فلمونو ته په بشپړاعتماد سره راوتلې ده اؤ باور لري چې ترټولو هيروئنو زياته کاميابي به ترلاسه کوي.

اريباخان د فلم تماشبين په سيټ
اريباخان د فلم تماشبين په سيټ

د فلم تماشبين په سيټ وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره ځانگړو خبرو کې پيغلې اريباخان وويل دفن هيڅ ژبه يا سرحد نه وي ځکه نو هغې دپاره هم دا کومه گرانه خبره نه ده چې په پښتو ژبه کې فلمونه جوړ کړي.

اريباخان وايي هغې تر څوارلسم جماعته زده کړې کړي اؤ غواړي نورې زده کړې هم وکړي خو د فن سره شوق فلمي دنيا ته راوستې ده اؤ داخپله خوش نصيبي گڼي چې په لمړي ځل ورته پښتو فلم کې مرکزي يا دهيروئن کردار ورکړل شو.

اريباخان نه چې کله پوښتنه وشوه د پښتنو دکلتور اؤ دپښتو د زړو فلمونو نه اگاهي لرې ؟ وئ وئيل نا- خو په دې فلم کې راسره ډير سنئير اداکاران کار کوي اؤ ماته موقعه په لاس راغلې ده چې ددغو فنکارانو د صلاحيتونو په رڼا کې خپل صلاحيتونه راڅرگند کړم اؤ پښتو فلم انډسټرۍ کې ځانله يو جوت مقام جوړ کړم

هغې وويل پينځوؤ نوروجوړيدونکو پښتو فلمونو کې يې هم د هيروئن په توگه د کار کولو تړون کړى اؤ باوري ده چې د خپلو غوره فني صلاحيتونو له امله به په نورو ټولو هيروئنو سبقت ومومي.

کله چې دهغې نه پوښتنه وشوه چې په کوم فلم کې کار کوي ددې په قيصه دې ځان پوئ کړى ؟ وئ وئيل نه قيصې نه خو يې نه يم خبر خو دا راته معلومه ده چې زۀ پکې هيروئن يم

هغې وويل دغه فلم د شاهد پروډکشن دلاندې جوړوي اؤ ورته معلومه ده چې شاهد پروډکشن مدام معياري فلمونه کتونکو ته وړاندې کوي ځکه نو هغه باور لري چې دهغې دا فلم به هم کتونکي نۀ يواځې خوښ کړي بلکې دا به د هغې د فني کاميابۍ بام ته د رسيدو دپاره لمړۍ پوړۍ ثابته شي.

اريباخان وويل پښتنې ميرمنې د فلم انډسټرۍ د ماحول نه ويريږي اؤ له دغې ويرې فلمونو کې دکار کولو څخه ډډه کوي خو زۀ پښتنو جينکو ته وايم چې هيڅ نيشته، کله چې بنيادم پخپله ښه وي نو مدام ورته ښه ماحول په لاس ورځي ځکه نو پښتنې جينکۍ دې هم ښۀ په ډاډه زړۀ فلمي دنيا ته راشي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG