لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي ټي ائي اؤ حکومت ترمينځ مذاکرات بې گټې


 دتحريک انصاف اؤ حکومت ترمينځ دمذاکراتو څلورم پړاؤ بې نتيجې ثابت شوى اؤ دواړه خواوې وائي چې راتلونکى پړاؤ به سبا شروع کيږي.
دتحريک انصاف اؤ حکومت ترمينځ دمذاکراتو څلورم پړاؤ بې نتيجې ثابت شوى اؤ دواړه خواوې وائي چې راتلونکى پړاؤ به سبا شروع کيږي.

دپاکستان تحريک انصاف اؤ حکومت ترمينځ دمذاکراتو دگڼو پړاؤنو باوجود اسلام اباد کې دجاري احتجاج خاتمه اؤ دبحران حل نۀ دى راوتلى.

دتحريک انصاف اؤ حکومت ترمينځ دمذاکراتو څلورم پړاؤ بې نتيجې ثابت شوى اؤ دواړه خواوې وائي چې راتلونکى پړاؤ به سبا شروع کيږي.

دمذاکراتو نه پس ميډيا سره خبرو کې دپي ټي ائي وائس چئيرمين شاه محمود قريشي وويل خبرې اترې به سبا هم جاري وي اؤ زياته يې کړه چې دهغه گوند به دوزيراعظم داستعفي دغوښتنې نه نۀ پشا کيږي.

دخزانې وزير اسحاق ډار وويل چې دحل راوتو پورې به ددواړو خواؤ ترمينځ خبرې روانې وي.

دپي ټي ائي له لوري پرله پسې نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کولى شي اؤ حکومت دريځ لري چې اول به تحقيقات کيږي نو وروستو به کومه غوڅه فيصله کولى شي.

دپخواني ايډيشنل سيکرټري افضل خان له لوري انتخاباتو کې دهاندلۍ کې دمختلفو سرکاري کسانو اؤ ججانو دککړتيا دتورونو وروستو داحتجاج کوونکو غوښتنو کې يوځل بيا شدت راغلى.

حکومت اؤ عوامي تحريک مذاکراتو کې کومې يوې نکتې ته نۀ دي رسيدلي چې له دې وروستو طاهرالقادري حکومت ته د٤٨ؤ گينټو وخت ورکړي چې اسمبلۍ دې ماتي گنې بيا به دصورتحال ذمه وار هغه نۀ وي.

دماډل ټاؤن دجوډيشل کميټۍ رپورټ په ميډيا دراتللو نه پس پاکستان عوامي تحريک هم خپل دريځ سخت کړى اؤ دحکومت دخاتمې غوښتنه تکراروي.

دپوځ سرلښکر جنرل راحيل هم دنهې په ورځ اسلام اباد کې وزيراعظم سره ليدنه کړې اؤ په دغه موقع دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړى چې موجوده سياسي کړکيچ زر تر زره هواريدل پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG