لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان نوازشريف نه يوې مياشتې لپاره داستعفي غوښتنه وکړه


Pakistani cricketer-turned-politician Imran Khan delivers a speech during a protest in Islamabad, Pakistan, Aug. 18, 2014.
Pakistani cricketer-turned-politician Imran Khan delivers a speech during a protest in Islamabad, Pakistan, Aug. 18, 2014.

دتحريک انصاف مشر عمران خان دوزيراعظم داستعفي پخپله غوښتنه ټينگ دى اؤ اسلام اباد کې يې خپلو پلويانو ته دوينا په مهال وئيلي دي چې دوزيراعظم داستعفي دغوښتنې پوره کيدو پورې به ټول ملک کې دهرنې روانې وي.

دپارليمنټ هاؤس مخې ته دازادۍ مارچ برخه والو ته پخپله وينا کې عمران خان وويل انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو دتحقيقاتو لپاره دې وزيراعظم ديوې مياشتې لپاره استعفي ورکړي اؤ په دغه موده کې دې فيصله وشي چې ايا حکومت جائز دى که ورته ختميدل پکار دى اؤ که چرې ثابته شوه چې دهاندلي نۀ ده شوې نونوازشريف به دوزيراعظم په توگه قبلوي.

عمران خان وويل دتحريک انصاف دسول نافرمانۍ تحريک هم شروع شوى اؤ په اولس يې غږ وکړو چې دبجلۍ، گيس اؤ ټول ټيکس دې تر هاغه وخته نۀ ورکوي ترڅو چې وزيراعظم استعفي نۀ وي ورکړي.

هغه دملک نه بهر اوسيدونکو پاکستانيانو ته وويل چې دبينک په ذريعه دې پيسې نۀ راليږي.

عمران خان وويل که چرې په تحقيقاتو کې ثابته شي چې دهاندلي شوې نو دوباره دې صفا اؤ شفاف انتخابات وشي.

عمران خان وويل چې نواز شريف ديوې مياشتې لپاره هم کرسۍ پريښودو ته تيار نۀ دى.

دپي ټي ائي مشر داتوار په ورځ ټول ملک کې ددهرنو اعلان وکړو اؤ زياته يې کړه چې داتوار په ورځ به ټول ملک کې دهرنو ته خطاب کوي اؤ دملک نه بهر به هم دتحريک انصاف کارکوونکي احتجاج کوي.

عمران خان وويل ترڅو چې نوازشريف استعفي نۀ وي ورکړي تر هغې به دپاکستان تحريک انصاف دهرنې روانې وي.

هغه وويل په برطانيه کې حقيقي جمهوريت موجود دى ځکه دغلته دغريب بچي لپاره مفت تعليم، دصحت سهولتونه اؤ عدالتي مرسته ملاويږي.

دپيپلز دپارټۍ دمشر اصف علي زرداري اؤ نوازشريف ترمينځ لاهور کې دشوي ملاقات په حواله عمران خان وويل چې " علي بابا اؤ ٤٠ غلۀ وئيونکي نن يوځايې شول،په يو بل تورونه لگونکي نن دجمهوريت بچ کولو لپاره يوځايې شول

عمران خان وويل چې په کراچۍ کې زيات سياسي شعور لرونکي خلک موجود دي اؤ وزيراعظم نه داستعفي اخستو لپاره کراچۍ ته روان ورروان دى.

عمران خان وويل څومره چې ښه جمهوريت وي هومره ښه حکومت وي ملک کې موجوده جمهوريت اؤ دحسني مبارک(دمصر پخوانى صدر) جمهوريت کې هيڅ فرق نشته.

هغه وويل چې دحسني مبارک اؤ دهغه کورنۍ اميره وه اؤ همدغه شان دلته حکمرانان هم اميران اؤ اولس غريب دى.

هغه دعوه وکړه چې دنوازشريف اؤ اصف زرداري دملاقات نه پس دهغه په دهرنا کې دپيپلز پارټۍ کارکوونکي هم شريک شوي دي.

دپاکستان تحريک انصاف اؤ حکومتي مذاکراتي ډلو ترمينځ دخالي په ورځ دخبرو اترو دريم پړاؤ سرته رسيدلى اؤ دپي ټي ائي مشر شاه محمود قريشي تجويز ورکړى چې وزيراعظم نوازشريف دې دانتخاباتو دازادانه تحقيقاتو په خاطر د٣٠ؤ ورځو لپاره استعفي ورکړي

ميډيا سره خبرو شاه محمود قريشي وويل چې عدالتي کميشن ته د٢٠١٣م انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دپکار وخت پورې دې وزيراعظم استعفي ورکړي.

هغه وويل چې دپي ټي ائي اؤ حکومتي مذاکراتي ډلو ترمينځ درايې اختلاف موجود دى ځکه چې حکومت باور کوي د٢٠١٣م انتخابات ازادانه، صفا اؤ شفاف وؤ اؤ دپي ټي ائي دريځ په دغه حقله دچا نه پټ نۀ دى.

خو حکومت دتيرکال انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره دسپريم کورټ په ججانو دمشتمل يو عدالتي کميشن تجويز ورکړى دى،قريشي وويل" مونږ دڅو شرطونو سره دغه تجويز منلى چې پکې دماحول دازادانه پاتې کيدو لپاره دوزيراعظم استعفي هم شامله ده"

هغه دعوه وکړه چې دگوند دغوښتنو په نتيجه کې به يې جمهوريت دپاټلۍ نه نۀ غورځيږي" مونږ داسمبلو دماتولو يا قومي حکومت جوړولو خبره نۀ ده کړې"

بل لوري ته دحکومتي مذاکراتي کميټۍ يو غړي احسن اقبال ميډيا ته وئيلي دي چې وزيراعظم به استعفي نۀ ورکوي اؤ زياته کړې ې ده چې دهغه گوند دقانون اؤ ائين لاندې دمعاملې حل ته تيار دى خو دچا ضد ته نه.

احسن اقبال وويل چې پارليمنټ اؤ صوبائي اسمبلو په متفقه توگه قراردادونه منظور کړي اؤ دوزيراعظم داستعفي اؤ اسمبلو دماتولو غوښتنې يې رد کړي دي.

هغه وويل چې وکيلانو هم دسياسي قوتونو سره ديو والي څرگندونه کړې اؤ دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي غيرائيني غوښتنې يې رد کړي.

همدغه شان دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم وئيلي دي چې دمذاکراتو په ذريعه به دمعاملې حل دقانون اؤ ائين په دائره کې دننه را اوځي اؤ دوزيراعظم داستعفي په گډون به دچا يو غيرائيني غوښتنه هم نۀ قبلوي."

اخوا پخواني صدر اصف علي زرداري لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې چاته به دپاټلۍ نه دجمهوريت دغورځولو اجازت ورنۀ کړل شي اؤ دمودې پوره کول دپارليمنټ حق دى.

زرداري وئيلي اولس سړکونو ته په راوستو سره حکومتونه چيلنج کول نۀ دي پکار

دپيپلز پارټۍ مشر وويل چې که دتهرډ امپائر خبره کيږي نو خبره به تر لرې لرې ځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG