لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي مشران:داسلام اباد سياسي ډرامې ته په توجوپاکستاني ميډيا د وزيرستان پښتانۀ هيرکړي


په شمالي وزيرستان کې روان پوځي عمليات د ضرب عصب پځايې قبائيلو دپاره د ضرب عذاب شکل خپل کړى
په شمالي وزيرستان کې روان پوځي عمليات د ضرب عصب پځايې قبائيلو دپاره د ضرب عذاب شکل خپل کړى

دپاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان بيلابيلو قبيلو سره تعلق لرونکو قبائيلي مشرانو، صحافيانو،ټولنيزو اؤ مذهبي مشرانو په حکومت اؤ پاکستاني ميډيا نيوکې کړي چې په اسلام اباد کې روانو ددوؤ سياسي گوندونو احتجاج ته يې ټول پام گرځولي اؤ د يوولسو لکو نه زيان بې کوره شوي قبائيلي پښتانۀ يې لۀ نظره غورځولي .

قبائيلي مشران وايي دضرب په عصب په نوم شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو کې چې پرامنه قبائيلي وگړو ته هيڅ بيڅه څومره درانۀ ځاني اؤ مالي تاوانونونه واوختل اؤ اوړي دهغې څوک سوچ هم نۀ شي کولى خو افسوس چې دپاکستان دميډيا ځينو ادارو په دغه هکله حقيقي صورتحال نړۍ ته وړاندې نۀ کړى شو اؤ يواځي د پوځ لخوا په وړاندې کيدونکو معلوماتو انحصار کوي .

هغوئ دغه خبرې د نهې په ورځ پيښور پريس کلب کې د قبائيلي صحافيانو د شمالي وزيرستان د څانگې لخوا د بې کوره شوؤ کډوالو د ستونزو نړۍ ته په ښه توگه رسوونکو صحافيانو باندې د جائزو ويشلو دپاره راجوړې شوې دستورې ته پخپله وينا کې کړي دي .

ددغه دستورې صدارت د پيښور پريس کلب صدرناصرحسين کولو، دمشرانو ميلمنو په توگه پکې د خيبريونين اف جرنلسټس صدرنثار محموداؤ دټرائيبل يونين اف جرنلسټس باني سيلاب محسود اؤ دکوربه په توگه پکې د ټي يوجى صدر نوربهرام برخه لرله .

دستورې ته پخپله وينا کې قبائيلي مشر ملک خان مرجان پخپله وينا کې د شمالي وزيرستان دننه د روانو پوځي عملياتو لۀ امله د بې کوره شوؤ لکونو قبائيلي وگړو ستونزو څخه د غونډې برخه وال خبرکړل اؤ وئ وئيل په ننگ اؤ غيرت مئين قبائيل چې دغو عملياتو کې د کوم ذلت اؤ رسوايۍ سره مخ شول دا د تاريخ يو تور باب دى ،

هغه وويل قبائيل يو ،شملې پسروؤ، په ننگ مئين اؤ په حياء مئين يو خو نن چې راسره د بې کورۍ په حالت کې کومې لوبې وشوې، تورسرې اؤ ماشومان مو په کيمپونو کې لوغړيږي، ماشومان اؤ بيماران راته د بې کورۍ په حالت کې مري ، سپين ږيري مو د امدادونو د پاره په چوکو وهل کيږي ، په داسې حالت کې راته پخپلو سرونو د شملو هسکول خوند نۀ راکوي

هغه وويلامدادونه مو نۀ دي پکار، سهولتونه مو نۀ دي پکار ، دپاکستان پوځ يا ايي ايس ايي چې دعوه کوي د شمالي وزيرستان 88فيصده سيمه د عملياتو نتيجه کې پاکه کړل شوې ، بايد دغو پاکو سيمو کې مو دې خپلو کورونو ته ستانۀ کړي.

ملک خان مرجان وويل کۀ چرې د شمالي وزيرستان دننه د ترهگرۍ اؤ انتها خوښۍ د ستونزې د هواري دپاره قبائيلي مشرانو اؤ خبريالانو ته واک ورکړل شوى ؤ نو هغه باور لري چې نن به دا صورتحال نۀ ؤاؤ قبائيلو به د خپلو روايتي جرگو په اساس دغه ستونزه حل کړې وى خو افسوس چې حکومت په دغه مهمه معامله کې د قبائيلو کردار نظر انداز کړو اؤ دوزيراعظم د عرفان صديقي پۀ څيرخلک وزيرستان ته راوليږل چې هغوئ هډو د مسلې په هواري نۀ پوهيدل.

مشرميلمه سيلاب محسود پخپله وينا کې وويل هاغه بوگنوونکې قيصې د وئيلو نه دي چې په شمالي وزيرستان کې د قبائيلو سره رامينځته شوي خو صحافيانو بيا هم په ډير ښه انداز د شمالي وزيرستان تيارۀ ماحول کې د رڼا عکس خلکو ته ښکاره کړو .

هغه وويل په شمالي وزيرستان کې روان پوځي عمليات د ضرب عصب پځايې قبائيلو دپاره د ضرب عذاب شکل خپل کړى ځکه چې په دغو عملياتو کې گڼو کورنو خپل ټول بنيادمان د لاسه ورکړي دي .

مولانا گل مرجان ، صفدرداوړ، ناصرحسين، کرنل مشتاق اؤ نورو برخه والو هم دستورې ته ويناگانې وکړې اؤ د قبائيلو په بده وضعه د خفگان څرگندولو ترڅنگ يې دپاکستان په ميډيا نيوکې وکړې چې په لکونو په کوره شوي قبائيل يې تنها پريښي اؤ خپله ټوله توجو يې د عمران خان اؤ طاهرالقادري ډرامه بازۍ ته گرځولې ده چې دا ډير غيرانساني اؤ غيراخلاقي سلوک دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG