لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : چاؤدنه کې څلور جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي باړه سيمه کې څلورو شکمنو جنگيالو په يو گاډي کې بارود وړل چې په سورډهنډ سيمه کې ددغه گاډي دننه چاؤدنه وشوه،دچاؤدنې په نتيجه کې گاډي کې ناست څلور کسان ووژل شول.
سرچينې وائي باړه سيمه کې څلورو شکمنو جنگيالو په يو گاډي کې بارود وړل چې په سورډهنډ سيمه کې ددغه گاډي دننه چاؤدنه وشوه،دچاؤدنې په نتيجه کې گاډي کې ناست څلور کسان ووژل شول.

راپورونه وائي دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې په يو گاډي کې دچاؤدنې په وجه څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي باړه سيمه کې څلورو شکمنو جنگيالو په يو گاډي کې بارود وړل چې په سورډهنډ سيمه کې ددغه گاډي دننه چاؤدنه وشوه،دچاؤدنې په نتيجه کې گاډي کې ناست څلور کسان ووژل شول.

خو بيا ځينې سرچينې وائي دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې امنيتي ځواکونو دهغوي لوري ته ورروان يو شکمن گاډي ته داودريدو اشاره وکړه اؤ په نۀ اودريدو يې پرې ډزې وکړې چې په وجه يې دغه گاډي کې ناست څلور شکمن کسان ووژل شول اؤ په دروند مقدار کې بارودي مواد تباه شول.

پيښه کې گاډى تباه شوى اؤ راپورونه وائي چې دوژل شوؤ دغو کسانو تعلق دتحريک طالبان پاکستان دگنگريز ډلې سره ؤ.

پيښه کې دوژل شوؤ يو جنگيالي پيژندگلو دباړې دسپاه سيمې داوسيدونکي راشد په توگه شوې ده.

خيبرايجنسي دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه ده اؤ باور کيږي دغلته په گڼ شمير کې دمقامي تندروه ډلو اؤ پاکستاني طالبانو جنگيالي موجود دي چې وخت په وخت يې دامنيتي ځواکونو سره نښتې هم کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG