لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : انتخاباتو کښې دټگۍ دتورونو پلټنې دې ستره محکمه وکړي


 دنهې په ماسخوتن په ټيليويژن اؤ ريډيو قام ته پخپله وينا کې ښاغلي شريف وويل چې کوم خلک په تيرو ټولټاکنو کې ددرغليو ډنډورې غږوي هغوي ته معلومه ده چې ددغو ټولټاکنو څارنه خواؤشا ٢٠٠ملکي اؤ غيرملکي څيړونکو اؤ بهرنۍ ميډيا کړې وه اؤ هغوي ټولټاکنې دهررقم درغلۍ څخه پاکې گرځولې وې.
دنهې په ماسخوتن په ټيليويژن اؤ ريډيو قام ته پخپله وينا کې ښاغلي شريف وويل چې کوم خلک په تيرو ټولټاکنو کې ددرغليو ډنډورې غږوي هغوي ته معلومه ده چې ددغو ټولټاکنو څارنه خواؤشا ٢٠٠ملکي اؤ غيرملکي څيړونکو اؤ بهرنۍ ميډيا کړې وه اؤ هغوي ټولټاکنې دهررقم درغلۍ څخه پاکې گرځولې وې.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف ملک کې دروان سياسي کړکيچ دزور کښينولو دپاره دسترې محکمې مشر قاضي ته ديو پلټنيز کميسون دجوړولو وينا کړې اؤ ددې ترڅنگ يې خپلو مخالفو سياسي گوندونو ته واضحه کړې چې هيچا ته به دامن دگډوډولو اؤ دهيواد دترقۍ اؤ ډيموکراسۍ دمخې نيولو اجازه ورنۀ کړل شي.

دنهې په ماسخوتن په ټيليويژن اؤ ريډيو قام ته پخپله وينا کې ښاغلي شريف وويل چې کوم خلک په تيرو ټولټاکنو کې ددرغليو ډنډورې غږوي هغوي ته معلومه ده چې ددغو ټولټاکنو څارنه خواؤشا ٢٠٠ملکي اؤ غيرملکي څيړونکو اؤ بهرنۍ ميډيا کړې وه اؤ هغوي ټولټاکنې دهررقم درغلۍ څخه پاکې گرځولې وې.

نواز شريف وويل هرکله چې يو خاص سياسي گوند په ټولټاکنو کې ددرغلۍ تور ولگولو نو له هغې وروستو يې حکومت پخپله اوس په دغو انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو په حقله دسپريم کورټ مشر قاضي ته د يو درې کسيز کميشن جوړ ولو درخواست کوي ، ترڅو دغه کميشن دلگيدلو تورونو بې پلوه تحقيقات وکړي .

هغه وويل ددې اعلان څخه وروستو اوس قوم ته پخپله سوچ پکار دى چې داحتجاج ضرورت شته که نه؟

د نواز شریف د تقریر سمدستي ورسته، د تحریک انصاف مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري د وزیراعظم وینا رد کړه او وې ویل په ١۴ اگست په اسلام آباد کې د حکومت خلاف لاریون په هر حال کې کوي.

نواز شريف وويل حکومت يې انتخابي نظام کې داصلاحاتو دوړانديز هرکلى کوي اؤ دا پخپله دهغوي دگوند دمنشور يوه برخه ده.

هغه وويل پخپله يې دقومي اسمبلۍ سپيکر اؤ دسينيټ چئيرمين ته خطونه ليږلي وؤ اؤ ورڅخه يې غوښتنه کړې وه چې دسينيټ اؤ قومي اسمبلۍ دممبرانو څخه دې يو گډ پارليماني کميټي وټاکل شي ، ترڅو انتخابي نظام کې اصلاحات رامخې ته کړي اؤ نن دغه کميټي جوړ دى چې دټولو گوندونو استازي پکې شامل دي اؤ په کار يې پيل هم کړى دى.

هغه وويل حکومت يې هيواد دترقۍ ليکې ته روان کړى اؤ ملکي ادارې دائين مطابق فعاليتونه کوي، خو يو څه خلک په بې ځايه نعرو اؤ احتجاجي مظاهرو دهيواد دپرمختيا مخه نيول غواړي.

هغه وويل حکومت يې په سندهـ اؤ خيبرپښتونخوا صوبو کې دنورو گوندونو دمينډيټ درناوى کړى اؤ اولس دې ددغه احتجاج کوونکو څخه داحتجاج وجه وپوښتي.

هغه وويل په ملک کې يو جمهوري نظام اؤ پارليمان موجود دى اؤ فيصلې به په سړکونو نۀ بلکې په پارليمان کې کيږي.

نواز شريف وويل حکومت يې په هره معامله هرقسمه خبرو ته تيار دى اؤ دا گڼي امن ناکه احتجاج يو ائيني حق دى خو هيچا ته به هم داړي گړي جوړولو اجازه ورنۀ کړى شي.

وزيراعظم نواز شريف قوم ته دغه خطاب وروستو له هغې کړى چې چې دپاکستان تحريک انصاف گوند له لوري په ١٤م اگست اسلام اباد کې دکيدونکي ازادي مارچ ملاتړ ته دهيواد يو شمير نورو سياسي گوندونو هم دملاتړ سينه ډبولې ده.

دتحريک انصاف گوند مشر عمران خان تور لگوي چې په تيرو انتخاباتو کې دنواز شريف گوند دټگۍ له لارې په اقتدار کې راغلى اؤ په دغه ټگۍ کې ورسره دټولټاکنو کميسون اؤ دهاغه وخت دسترې محکمې مشر افتخار چوهدري هم ملگري وؤ.

د وزیراعظم د تقریر په جواب کې، عمران لاهور کې خبري کانفرنس ته وینا وکړه او د نواز شریف لخوا يي د کال ٢٠١٣ د انتخاباتو د پلټنو اعلان رد کړو.

عمران خان وویل حکومت کې د نواز شریف په موجودگۍ کې په ازادانه توگه د انتخاباتو تحقیقات ممکن نه دي نو ځکه دې هغه استفا ورکړي. عمران خان په نواز شریف په پولیسو او حکومتي نظام د اثر انداز کیدو الزامات ولگول.

د تحریک انصاف مشر وویل په هر حال کې به په ١۴ اگست اسلام اباد کې خپل احتجاج کوي او که چرې هغه یا د هغه پلویانو ته څه زیان ورسیدو نو ذمه واري به د حکومت په غاړه وي.

عمران خان وائي په ١٤م مارچ اسلام اباد ته کيدونکى ازادي مارچ به تر هاغې نۀ ختموي ترڅو چې يې دنواز شريف دحکومت تخته نۀ وي نسکوره کړي، هغه ته په دغه احتجاج کې دځينو نورو گوندونو ملاتړ هم ترلاسه دى.

څيړونکي تور لگوي عمران خان ددغه احتجاج له لارې په هيواد کې دجمهوري نظام خاتمه اؤ پوځي واکمنۍ راتلل غواړي ،خو عمران خان وائي که دهغه داحتجاج نتيجه دمارشل لاء په شکل کې را اوځي نو دا به دهغه نۀ بلکې دحکومت تيروتنه وي ځکه چې تيراوسه يې حکومت خبرې ته غوږ نۀ ايښودو.

قام ته خپله وینا کې نواز شریف وویل هیڅ چا ته به هم هیواد جمهوري، ائیني او قانوني نظام د تباه کولو اجازت نه ورکوي.

په پاکستان کې په ١٤م اگست ددغه هيواد دازادۍ ورځ نمانځل کيږي خو دا ځل دازادۍ دمراسمو نمانځلو دپاره دتيارو نيولو پځايې دهرچا په خلۀ هم دا يوه پوښتنه ده چې دتحريک انصاف ازادي مارچ به څه نتيجې ولري؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG