لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وائي په احتجاج به يې دپوځ مداخلت دحکومت غلطي وي


 اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل په څوارلسم اگست به ددوؤ نظرياتو ترمينځ جنگ وليدل شي چې دغه دوؤ نظرياتو کې به يو نظريه دبادشاهت اؤ بله داولس واکمنۍ وي.
اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل په څوارلسم اگست به ددوؤ نظرياتو ترمينځ جنگ وليدل شي چې دغه دوؤ نظرياتو کې به يو نظريه دبادشاهت اؤ بله داولس واکمنۍ وي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دجمعې په ورځ وئيلي يې دي چې که په ١٤م اگست دهغه دگوند لخوا دکيدونکي لاريون په نتيجه کې پوځ مداخلت وکړو نو دا به دهغه نۀ بلکې دحکومت تيروتنه وي.

نوموړى وائي کله چې يې دانصاف غوښتنه کوله نو هيچا يې خبرې ته غوږ نۀ نيولو اؤ اوس چې دانصاف ترلاسه کولو لپاره سړکونو ته دراوتلو تابيا لري نو خلک پريشانه دي چې داحتجاج نتيجه به يې هيواد کې دمارشل لاء په شکل را اوځي.

دتحريک انصاف گوند مشر عمران خان تابيا نيولې ده چې په ١٤م اگست چې دپاکستان دازادۍ ورځ ده ، دخپل گوند لکونه فعالين پلازمينې اسلام اباد ته ورټولوي اؤ تر هغې به دازادۍ په نوم لاريون کوي ترڅو چې يې دنواز شريف دحکومت تخته نۀ وي نسکوره کړي.

په پاکستان کې ځينې څيړونکي په دې نظر دي چې دعمران خان ددغه احتجاج ترشا دپياوړو قوتونو لاسونه دي اؤ عمران خان غواړي ترڅو ددغو قوتونو په مرسته دنواز شريف حکومت له مينځه يوسي اؤ دټيکنوکريټس څخه جوړ يو داسې حکومت رامينځته کړي چې عمران خان ته پکې نۀ يواځې زيات ارزښت ترلاسه وي بلکې راتلونکو ټولټاکنو کې دغه حکومت دهغه وزيراعظم جوړيدو ته هم لاره هواره کړي.

اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل په څوارلسم اگست به ددوؤ نظرياتو ترمينځ جنگ وليدل شي چې دغه دوؤ نظرياتو کې به يو نظريه دبادشاهت اؤ بله داولس واکمنۍ وي.

دپي ټي ائي مشر وويل " زمونږ مقصد دپاکستان دانتخاباتي نظام اصلاح کول دي" اؤ زياته يې کړه چې په ١٤م اگست به دهغه گوند حکومت ته دخپلو غوښتنو فهرست وړاندې کوي.

عمران خان وويل " که چرې پوځ مداخلت وکړو نو دا به ستاسو په وجه وي "

دپي ټي ائي چئيرمين خبردارى ورکړو چې " مونږ دپرامنه احتجاج حق لرو، که چرې هغوي دپرامنه احتجاج دمخې نيولو کوشش وکړو، نو دتشدد امکان دى"

هغه وويل " زمونږ ټولې غوښتنې دائين مطابق دي، مونږ سره کوڅو ته داحتجاج لپاره دراوتلو نه بغير بله لاره نۀ ده پاتې شوې"

بل لوري ته راپورونه وائي دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دوزيراعظم نواز شريف له لوري سبا راغوښتل شوي دقومي سلامتۍ غونډه کې دبرخې نۀ کولو فيصله کړې اؤ دغه غونډه کې به دهغه دگوند استازيتوب دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG