لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزيراعظم په مستعفي کيدو به لانگ مارچ ختمولى شي،عمران خان


 اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل که چرې حکومت دهغه دنظربند کولو کوشش وکړو نو دپارټۍ کارکوونکي به يې په ټول پاکستان کې سړکونه بلاک کوي.
اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل که چرې حکومت دهغه دنظربند کولو کوشش وکړو نو دپارټۍ کارکوونکي به يې په ټول پاکستان کې سړکونه بلاک کوي.

دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دنهې په ورځ وئيلي دي چې دهغه دگوند په غوښتنو کې هيواد کې بيا دسره انتخابات کول اؤ دانتخاباتي کميشن دغړو استعفي گانې شاملې دي.

په عين حال کې دپاکستان حکومت دنهې په ورځ په پاکستان تحريک انصاف په ١٤م اگست اسلام اباد کې دازادۍ دمارچ دمنسوخولو غږ کړى دى.

اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل که چرې حکومت دهغه دنظربند کولو کوشش وکړو نو دپارټۍ کارکوونکي به يې په ټول پاکستان کې سړکونه بلاک کوي.

هغه وئيلي حکومت دې مستعفي شي اؤ په فوري توگه دې دازاد اليکشن کميشن لاندې دنوؤ انتخاباتو اعلان وکړي.

عمران خان وئيلي په ١٤م اگست به دهغه لانگ مارچ يواځې په هاغه صورت کې اودريږي که چرې وزيراعظم نواز شريف مستعفي شي اؤ دنوي سره دانتخاباتو اعلان وکړي.

دپي ټي ائي مشر وويل " زۀ نن ستا په وړاندې دعوه کووم چې تۀ به ( په څوارلسم اگست) دپاکستان دتاريخ تر ټولو لويې احتجاج وينې اؤ هغه به دبيا انتخاباتو مطالبه کوي"

نوموړي وويل احتجاج يې ائيني حق دى اؤ په ١٤م اگست به داولس څخه تروړل شوې ازادي بيا ترلاسه کوي.

پاکستان تحريک انصاف دپاکستان دازادۍ دورځې په موقع په ١٤م مارچ دارالحکومت اسلام اباد کې دنواز شريف دحکومت تر ختميدو دلانگ مارچ کولو فيصله کړې ده.

عمران خان وويل دهغوي لانگ مارچ دجمهوريت خلاف گرځونکي نواز شريف پخپله درې ځله لانگ مارچ کړى.

عمران خان وويل " مونږ بيا انتخابات غواړو، چې له هغې وروستو به يو موقتي نظام پځايې وي، داي سي پي غړو ته به استعفي ورکول وي اؤ انتخاباتي قوانينو کې به اصلاح کول وي اؤ يواځې په دغسې کولو سره نوي انتخابات کيدى شي. "

عمران خان وويل پاکستان په ١٩٤٧ء کې دازادۍ ترلاسه کولو راپديخوا حقيقي جمهوريت نۀ دى ليدلى اؤ ژمنه يې وکړه چې په تيرو وختونو کې دشوې ټگۍ ټورۍ ثبوت به په ١١م اگست څرگندوي.

دپي ټي ائي مشر وويل " په ١١م اگست به زۀ دا خبره په ډاگه کووم چې انتخاباتو کې ټگي ټوري څنگه اؤ دچا لخوا وشوه"

هغه دعوه وکړه چې پاکستان کومه ازادي ترلاسه کړې وه هغه يې دوگړو څخه تروړل شوې ده.

عمران خان وويل چې دهغه گوند د٢٠١٣م دانتخاباتو نتيجې منلې وه خو يواځې په څلورو حلقو کې يې دنتيجو دبيا چيک کولو غوښتنه کړې وه اؤ زياته يې کړه چې دپاکستان په تاريخ کې د٢٠١٣م په انتخاباتو کې تر ټولو زياته ټگي شوې ده.

دهغه وينا وه مسلم ليگ(ن) ته دکال ٢٠٠٨م په انتخاباتو کې يواځې ٦٨ لکه ووټونه ترلاسه شوي وؤ خو پينځه کاله پس هم دغه مسلم ليگ(ن) يو کروړ اؤ يو کم پنځوس لکه ووټونه اخستي اؤ زياته يې کړه چې (ن) ليگ په تيرو انتخاباتو کې تاريخي ټگي کړې ده.

عمران خان وويل په دغو انتخاباتو کې د(ن) ليگ سره اليکشن کميشن، عدليه اؤ تر دې چې نگران حکومت هم ملگرى ؤ، اليکشن کميشن چې په څومره حلقو کې هم دووټونو بيا شميرنه کړې هغې کې دزرگونو ووټونو ټگي ثابته شوې اؤ په ٣٥ؤ حلقو کې دمنسوخو ووټونو په وجه داميدوارانو گټه په ماتې کې بدل شوې ده.

هغه وويل چې د١١م مئ په شپه دنواز شريف دتقرير نه وروستو په فوري توگه دريټرننگ افسرانو ډيټا اپريټرانو کار بند کړو اؤ په ١٧ؤ زرو پولنگ اسټيشنو کې ١٧ زره انتخابي بې ضابطگۍ وشوې.

عمران خان وويل موجوده حکومت دجعلي مينډيټ په ذريعه اقتدار ته راغلى اؤ تور يې ولگولو چې دمکملې منصوبه بندۍ لاندې يې دانصاف دترلاسه کولو ټولې لارې بندې کړي.

بل لوري ته دنهې په ورځ دقومي اسمبلۍ دغونډې په مهال دريلوى وزير خواجه سعد رفيق، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ ددفاع وزير خواجه اصف ټولو پي ټي ائي ته درخواست کړى چې بايد داختلافاتو ختمولو لپاره دحکومت سره نيغ په نيغه اؤ يا دنورو سياسي مشرانو په مينځگړتوب سره خبرې اترې وکړي.

دغو وزيرانو وئيلي چې دهغوي درخواست ته دې دحکومت دکمزورۍ په نظر ونۀ کتل شي.

خواجه سعد رفيق وويل " زۀ پي ټي ائي ته دمارچ دځنډولو اؤ دډاکټر طاهرالقادري دذهنيت دنۀ خپلولو درخواست کووم" اؤ زياته يې کړه چې دجمهوريت دجاري ساتلو يواځينۍ لاره مذاکرات دي.

سعد رفيق وويل دا خبره دحيرانتيا ده چې طالبانو سره دمذاکراتو ملاتړ کوونکې يوه پارټي دهغوي دبيا بيا درخواستونو باوجود هم حکومت سره خبرو ته تياره نۀ ده.

چوهدري نثار علي خان دپښتونخواملي عوامي پارټۍ دمشر محمود خان اچکزئ اؤ قومي وطن پارټۍ دمشر افتاب احمد خان شيرپاؤ په گډون دمرکزي ياسي شخصياتو څخه غوښتنه وکړه چې حکومت سره دې دپي ټي ائي داختلافونو په ختمولو کې کردار ادا کړي.

هغه دخپل مخالف اؤ دعوامي مسلم ليگ دمشر شيخ رشيد څخه هم دمينځگړتوب دکردار ادا کولو غوښتنه وکړه اؤ زياته يې کړه چې " دا به دهيواد يو لويې خدمت وي اؤ حکومت به دغه شان گام ته مثبت ځواب وائي"

همدغه شان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دارټيکل ٢٤٥ نفاذ د١٤م اگست سره هيڅ تعلق نۀ لري ، خو په دغه لړ کې به دپارليمنټ درائې احترام کولى شي اؤ حکومت به د١٤م اگست دمعاملې مقابله په سياسي توگه کوي.

په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دقومي اسمبلۍ څخه بهر ميډيا سره خبرو کې وئيلي چې دحکومت نۀ بلکې دجمهوريت دبچ کولو کوشش کوي اؤ زياته کړې يې ده چې که چرې وزيراعظم نواز شريف لرې کولى شي نو دا به دمسلم ليگ(ن) دننه معامله وي.

هغه وويل حکومت اؤ عمران خان دې دخبرو اترو په ذريعه دستونزې هوارى ولټوي اؤ حکومت دې تحريک انصاف ته داحتجاج اجازت ورکړي.

له دې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې خورشيد شاه وويل چې ددفعه ٢٤٥ نفاذ اؤ اسلام اباد ته دپوځ غوښتل وړه مارشل لاء اؤ دحکومت ناکامي ده اؤ زياته يې کړه که چرې حکومت د٢٤٥ ارټيکل دنفاذ حکم بيرته وانۀ خستو نو پيپلز پارټي به په احتجاج کې ټول شاته پريږدي.

دقومي اسمبلۍ دغونډې نه وړاندې اچکزئ دوزيراعظم نواز شريف سره ليدنه وکړه اؤ په هغه يې زور راوړو چې دپي ټي ائي دمشر عمران خان په شمول دې دټولو سياسي گوندونو دمشرانو يوه غونډه راوبلي ترڅو اختلافونه ختم شي.

هغه دا تجويز هم وړاندې کړى چې سينيټ، قومي اسمبلي اؤ صوبائي اسمبليانې دې داسې يو قرارداد منظور کړي چې پکې په ډاگه شوي وي چې که چرې دائين خلاف ورزي وشوه نو په دې به هيڅ سودا نۀ شي کولى.

اچکزئ زياته کړه سياسي اجتماع کول دپي ټي ائي حق دى خو احتجاج نۀ ختمول خطرناک دي اؤ پکار ده چې پارليمنټ فيصله وکړي چې په اسلام اباد کې حساسې سيمې دسياسي اجتماع گانو لپاره استعماليدل پکار دي که نه.

چوهدري نثار علي خان دپارليمان غړو ته وئيلي چې حکومت به پوځ دسياسي مقصدونو لپاره نۀ استعمالوي اؤ زياته يې کړه چې دائين ارټيکل ٢٤٥ په اسلام اباد کې داولسي وگړو دتحفظ لپاره نافذ دى.

نثار وويل " زۀ پارليمنټ ته باور ورکووم چې حکومت به نۀ خو پوځ دسياسي مقصدونو لپاره استعمالولى شي اؤ نۀ هم دکوم سياسي گوند دريلۍ يا احتجاج خلاف"

نثار وويل په تيرو وختونو کې دارټيکل ٢٤٥ داستعمالولو لپاره پارليمنټ نه منظوري نۀ ده اخستل شوې ځکه په پي ايم ايل(ن) په دغه اړه پارليمان څخه دمنظورۍ په نۀ تنقيد کول بې ځايه دي.

بل لوري ته دپاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري دتحريک انصاف مشر عمران خان سره په ټيليفون خبرې کړي اؤ پي ټي ائي دوياند ترمخه اصف علي زرداري دشفافو انتخاباتو لپاره دتحريک انصاف دکوششونو ستائينه کړې اؤ په عامو انتخاباتو کې يې دټگۍ په اړه دپي ټي ائي له لوري خپل کړل شوى دريځ سم گرځولى.

راپورونه وائي دوزيراعظم په مشرۍ اسلام اباد کې دهيواد دسياسي مشرانو دصلاح مشورې يوه غونډه هم شوې چې پکې سياسي مشرانو دجمهوريت پارليمنټ اؤ ائين دسرلوړۍ باوري کولو فيصله کړې ده.

غونډه کې په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيده شاه، مولانا فضل الرحمان، محمود خان اچکزئي اؤ افتاب شيرپاؤ گډون کړى اؤ ددې ترڅنگ دخزانې وزير اسحاق ډار، داطلاعاتو وزير پرويز رشيد اؤ دريلوى وزير سعد رفيق هم په دغه موقع موجود وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG