لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : تازه کارروايۍ کې ٣٠ جنگيالي وژل شوي


دپوځي سرچينو ترمخه پوځ دجيټ الوتکو نه دغه بمباري دشمالي وزيرستان په دته خيل،مرسي خيل اؤ کامشام سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو کړې ده.
دپوځي سرچينو ترمخه پوځ دجيټ الوتکو نه دغه بمباري دشمالي وزيرستان په دته خيل،مرسي خيل اؤ کامشام سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو کړې ده.

دپاکستاني پوځ سرچينې وائي چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ دجيټ الوتکو نه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې ٣٠ شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي شپږ ځالې هم تباه شوي دي.

دپوځي سرچينو ترمخه پوځ دجيټ الوتکو نه دغه بمباري دشمالي وزيرستان په دته خيل،مرسي خيل اؤ کامشام سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو کړې ده.

. سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه ددغه پوځي کارروايۍ اؤ پکې جنگيالو ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري تيره ورځ جاري شوي يو بيان کې شمالي وزيرستان کې دنښتې په مهال د٧ؤ ازبک جنگيالو اؤ دوؤ پوځيانو دوژل کيدو پخلى شوى ؤ.

دپاکستان پوځ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجون په ١٥مه نيټه وروستو له هغې د"ضرب عضب" په نوم عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک يوه اوونۍ دمخه دکراچۍ په هوائي اډه دشوې هاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

په دغو عملياتو کې پوځي چارواکو دغيرملکي ترهه گرو په گډون د٥٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG