لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چاؤدنه کې دتحريک انصاف دمقامي مشر په گډون ٣ کسان وژل شوي


 دسرچينو ترمخه دتحريک انصاف مقامي مشر فقير جمشيد دخپل ډرائيور اؤ يو ساتونکي سره گاډي کې روان وؤ چې دډيره اسماعيل خان دکلاچي تحصيل په مډي روډ دهغه دگاډي سره نزدې چاؤدنه وشوه.
دسرچينو ترمخه دتحريک انصاف مقامي مشر فقير جمشيد دخپل ډرائيور اؤ يو ساتونکي سره گاډي کې روان وؤ چې دډيره اسماعيل خان دکلاچي تحصيل په مډي روډ دهغه دگاډي سره نزدې چاؤدنه وشوه.

راپورونه وائي دگل په ورځ دخيبرپښتونخوا صوبې په ډيره اسماعيل خان سيمه کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې دپاکستان تحريک انصاف ديو مشر فقير جمشيد احمد په گډون درې کسان وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دتحريک انصاف مقامي مشر فقير جمشيد دخپل ډرائيور اؤ يو ساتونکي سره گاډي کې روان وؤ چې دډيره اسماعيل خان دکلاچي تحصيل په مډي روډ دهغه دگاډي سره نزدې چاؤدنه وشوه.

سرچينې زياتوي چې دچاؤدنې په نتيجه کې دتحريک انصاف دمشر گاډى تباه شوى اؤ پکې فقير جمشيد ددريوؤ کسانو سره وژل شوى دى.

پوليس وائي چې دپيښې دځايې څخه ورته دترلاسه شوؤ ثبوتونو څخه معلومه شوې ده چې دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې ده.

دوژل شوؤ کسانو مړي يو نزدې هسپتال ته رسول شوي اؤ پيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس رسيدلي.

دتحريک انصاف مشر فقير جمشيد دسيمې يو روحاني شخصيت گڼل کيدو اؤ په سيمه کې يې په گڼ شمير کې عقيدت مند لرل.

ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

ډيره اسماعيل خان کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ له لوري دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په لويه کچه عمليات روان دي چې پکې پوځ دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG