لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور اؤ بنو کې ددوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي،څلور ژوبل


Rusya.
Rusya.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور اؤ بنو سيمه کې دزيارت په ورځ دډزو اؤ بمي چاؤدنې پيښو کې ددوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي اؤ ٤ کسان ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دپيښور دڅوکنو تاڼې په حدودو کې دوحيد چيک پوسټ سره نزدې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو دپوليسو په گاډي هاغه مهال ډزې وکړې کله چې دغه گاډى دمعمول مطابق په گزمه بوخت ؤ.

دډزو په دغه پيښه کې دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي اؤ پوليس دعوه کوي چې په ځوابي کارروايۍ کې يو بريد کوونکى وژل شوى اؤ بل په تيښته بريالى شوى دى.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير پوليس عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

بلخوا دزيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې هم ديوې چاؤدنې له امله څلور کسان ژوبل شوي دي.

سرچينې وائي دغه چاؤدنه په ريلوى روډ ترسره شوې ده اؤ هدف يې دخاصه دارو يو گاډى ؤ اؤ زياتوي چې چاؤديدونکي مواد په يو موټر سائيکل پسي تړل شوي وؤ.

دپوليسو يو مشر عنايت علي په دغه پيښه کې دڅلورو کسانو دژوبل کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې په دغه چاؤدنه کې دپينځوؤ څخه تر شپږو کلو گرامو بارود استعمال شوي کوم چې دريموټ کنټرول په ذريعه چول شوي دي.

په عين حال کې راپورونه وائي چې دپيښور په کوهاټ روډ دسياسي ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ ديو مقامي مشر دکور مخې ته چاؤدنه شوې ، خو پکې دکومې مرګ ژوبلې اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG