لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : چاؤدنه کې ٨ کسان وژل شوي ،٦ ژوبل


دسرچينو ترمخه دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دمرکزي کرمې څخه پاړه چنار سيمې ته روان يو گاډىدخومته په مقام دسړک دغاړې مائن سره ټکر شو.
دسرچينو ترمخه دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دمرکزي کرمې څخه پاړه چنار سيمې ته روان يو گاډىدخومته په مقام دسړک دغاړې مائن سره ټکر شو.
دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دنهې په ورځ دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دمرکزي کرمې څخه پاړه چنار سيمې ته روان يو گاډىدخومته په مقام دسړک دغاړې مائن سره ټکر شو.
دپيښې په نتيجه کې په نخښه شوى گاډى تباه شو اؤ پکې ناست څلور کسان په موقع مړۀ شول.
سرچينې وائي دسيمې خلکو ژوبل کسان دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته ورسول.
دايجنسۍ دهيډکوارټر هسپتال دسرچينو وينا ده چې يو ژوبل تن په لاره کې ساه ورکړې اؤ دريوؤ نورو وروستو هسپتال کې دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
سرچينې وائي په دغه گاډي کې دسُني مسلک سره ناست کسان ناست وؤ اؤ چاؤدنه شيعه اکثريتي سيمه کې شوې ده اؤ انديښنه څرگندولى شي چې دغه پيښه دفرقه ييز تشدد نتيجه وه.
تيره مياشت په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوځ لخوا دترهه گرو په شکمنو ځالو گوله بارۍ کې د٨٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ددعوې وروستو دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو حملو اؤ دتندلارو اؤ پوځ ترمينځ نښتو کې اضافه راغلې ده.
تيره اوونۍ دشمالي وزيرستان دحافظ گل بهادر ډلې مقامي خلکو ته دپوځ اؤ هغوي ترمينځ دممکنه جگړې پيل کيدو په تناظر کې محفوظو سيمو ته دکډو کولووينا کړې وه.
دپاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې شوې فضائي حملې دردعمل دتگلارې برخه گرځولې اؤ په ډاگه کړې يې ده چې دغه بريدونه دباقاعده عملياتو اغاز نۀ ؤ.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ سږکال مارچ کې ديوې مياشتې لپاره شوي اوربند کې د١٠ؤ ورځو پراختيا شوې وه،طالبانو غوښتل حکومت دې په دغه موده کې قبائيلي سيمو څخه پوځ وباسي، دډرون حملو اودرولو لپاره دې گامونه واخلي، دهغوي بندي ملگرې دې خوشې کړي اؤ ورته دې عامه بخښنه وشي.
ددغو غوښتنو په نۀ پوره کيدو طالبانو حکومت امن مذاکراتو کې غيرسنجيده وگرځولو اؤورسره يې اوربند ختم کړو ، خو اؤ دريځ لري چې حکومت سره يې دسنجيده امن خبرو لپاره لارې پرانستې ساتلي.
خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې چې دجنگ بندۍ پرته دامن خبرې مخ په وړاندې تلل گران دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG