لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوليو کيسونه : دډبليو ايچ او لخوا په پاکستان دسفري بنديزونو تجويز


دډبليو ايچ او وينا ده چې دپوليو ناروغتيا خوريدل دصحت نړيواله ايمرجنسي ده
دډبليو ايچ او وينا ده چې دپوليو ناروغتيا خوريدل دصحت نړيواله ايمرجنسي ده
دروغتيا نړيموالې ادارې ( ډبليو ايچ او ) دگل په ورځ هيواد کې دمخ په زياتيدونکو پوليو دکيسونو مخې ته دراتللو له امله په پاکستان دسفري بنديزونو لگولو وړانديز کړى دى.
ډبليو ايچ او وئيلي دي چې پاکستان ، کيمرون اؤ شام نړۍ کې دپوليو دوائرسو دخوريدو په اړه تر ټولو ستره خطره ده اؤ بايد هغوي په سرکاري ډول ددغه ناروغۍ نورو هيوادونو ته دخوريدو څخه مخنيوي لپاره دبيړني حالت پځايې کولو اعلان وکړي.
دډبليو ايچ او وينا ده چې دپوليو ناروغتيا خوريدل دصحت نړيواله ايمرجنسي ده چې له امله يې نور هيوادونه هم دمعذوره کوونکې دغه ناروغۍ ښکار کيدى شي.
دملگرو ملتونو دغه ادارې دپوليو دناروغتيا په ضد نوې لارښوونې جاري کړي، ډبليو ايچ او تجويز ورکړى چې هيواد څخه بهر ته دتلونکو پاکستانيانو څخه دې دپوليو دويکسينيشن سرټيفيکټ وغوښتل شي.
پاکستاني وگړو ته ددغو وائرسو څخه دپاک کوونکي ضروري ويکسينيشن دسرټيفکيټ څخه پرته هيواد څخه بهر دسفر اجازت نۀ دي ورکړل کيدل پکار.
ډبليو ايچ او په شام اؤ کيمرون هم ددغه شان بنديزونو لگولو اعلان کړى ځکه چې دغلته دپوليو ناروغتيا ختمه شوې وه خو اوس په دغو هيوادونو کې دپوليو گڼ مريضان مخې ته راغلي اؤ انديښنه ښودلى شي چې دغه ناروغتيا ترې نورو هيوادونو ته هم خوريدى شي.
په پاکستان دسفري بنديزونو ددغه تجويز څخه دمخه پاکستاني چارواکو دريځ لرلو چې هغوي دخپلو وگړو لپاره دپوليو دمخنيوي کورس مکملول دلازمي گرځولو اراده لري.
ددغه وړانديز کړل شوې منصوبې په اړه وائس اف امريکا سره خبرو کې دمملکت دروغتيا دملي خدماتو وزيرې سائره افضل تارړ وويل چې په ټولو هوائي اډو، بندرگاهونو اؤ پولو به تنصيبات جوړولى شي اؤ دپوليو ويکسينيشن په مکملولو به هر مسافر ته ځانگړى کارډ جاري کولى شي.
سائره افضل تارړ وويل سږکال پاکستان کې تر دې مهال ٥٩ ماشومان دپوليو دوائرسو څخه متاثره شوي چې دهغوي څخه دزياترو تعلق دقبائيلي سيمو سره دى اؤ دمملکت دوزيرې په قول ددې وجه دسلامتۍ دانديښنو له امله هاغه ځايې پورې دپوليو دمخنيوي دډلو درسد نشتوالى دى.
په پاکستان کې دډبليو ايچ او کوارډي نيټر ډاکټر زبير مفتي وئيلي دي چې دتير يو کال په مهال دنړۍ په کومو هيوادونو کې دپوليو کيسونه مخې ته راغلي ، دپلټنو څخه معلومه شوې چې هلته دغه وائرس هم دپاکستان څخه منتقل شوي.
هغه وائي " دټولې نړۍ هيوادونه انديښنه لري چې هغوي دپوليو وائرس ختم کړي ، خو دپاکستان په وجه ددې دبيا خوريدو خطره ده، نو اوس هغوي ډبليو ايچ او اؤ اړونده ادارو ته وينا کوي چې ددې دمخنيوي لپاره دې څه وکړي"
پاکستان په نړۍ کې په هاغو دريوؤ هيوادونو کې شامل دى، چرته چې دپوليو معذورونکې ناروغي اوس هم موجوده ده، په نورو هيوادونو کې افغانستان اؤ نائجيريا شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG