لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي جرگې اوربند کې دپراختيا غوښتنه کړې


مولانا سميع الحق جرگې ته پخپله وينا کې دعوه وکړه چې په غرونو کې دناستو کسانو سره رابطه کول دهاغو کسانو څخه اسانه ده چې په اسلام اباد کې ناست دي.
مولانا سميع الحق جرگې ته پخپله وينا کې دعوه وکړه چې په غرونو کې دناستو کسانو سره رابطه کول دهاغو کسانو څخه اسانه ده چې په اسلام اباد کې ناست دي.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دجماعت اسلامي فاټا په تابيا ترسره شوې قبائيلي امن جرگې اوربند کې دپراختيا غوښتنه کړې اؤ په پوځ،حکومت اؤ طالبانو يې دامن په لاره کې دپرتو خنډانو لرې کولو غږ کړى دى.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف تيره ورځ راولپينډۍ کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ياغي وسله والو ته خبردارى ورکړى ؤ چې درياست واکمنۍ ته غاړي کيږدي گنې بل صورت کې پوځ دتندلارو له لوري دڅيلمه گواښونو دمقابلې کوټلى توان لري.
قبائيلي جرگې اوربند کې دپراختيا دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې طالبانو تيره مياشت حکومت سره د٤٠ؤ ورځو داوربند دختمولو داعلان کولو په مهال تور لگولو چې حکومت مذاکراتو کې سنجيده نۀ دى اؤ داوربند په مهال امنيتي ځواکونو دهغوي گڼ شمير ملگري نيولي اؤ وژلي دي.
خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې طالبانو سره مذاکراتو کې سنجيده اؤ مخلص دى.
دکورنو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان څو اوونۍ دمخه پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې دطالبانو لخوا داوربند دختمولو څخه وروستو دامن مذاکرات مخ په وړاندې تلل گران دي.
قبائيلي جرگې ته پخپله وينا کې دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم وويل چې دپاکستان پوځ اؤ طالبان دامن مذاکراتو کې حقيقي خواوې دي.
هغه وويل موجوده تنازعه نۀ خو دپوځي اپريشن له لارې هواريدى شي اؤ نه هم دترهه گريزو حملو بلکې دغه شخړه يواځې دمذاکراتو له لارې هواريدى شي.
دجى يو ائي(س) مشر مولانا سميع الحق جرگې ته پخپله وينا کې دعوه وکړه چې په غرونو کې دناستو کسانو سره رابطه کول دهاغو کسانو څخه اسانه ده چې په اسلام اباد کې ناست دي.
پروفيسر ابراهيم اؤ سميع الحق دواړو باور ورکړو چې طالبان به دپاکستان ائين مني.
پروفيسر ابراهيم وويل حکومت دې ائين پخپل اصلي شکل کې نافذ کړي نو هغه به طالبانو ته دائين دمنلو وينا وکړي.
سميع الحق وويل قبائيلو دپاکستان دازادۍ لپاره مهم کردار ادا کړى ؤ اؤ هغوي دهيواد په دفاع کې هم په لمړي صف کې دي خو قبائيلي اولس دخپلو ائيني اؤ قانوني حقونو څخه محروم دى.
سميع الحق دعوه وکړه چې قبائيلي اولس دامن مذاکراتو دعمل ملاتړ کوي اؤ زياته يې کړه چې قبائيلي اولس جنگ نۀ امن غواړي
هغه وويل طالبانو سره دمذاکراتو دپيل کيدو راپديخوا ډرون حملې اودريدلي دي.
دجى يو ائي سي مشر دعوه وکړه چې" دامريکې صدر براک اوباما دامن دمذاکراتو ملاتړ کړى خو بل لوري ته زمونږ سياست دانان اؤ اينکران په دغه اړه دډاډگيرنې پځايې مقاومت کوي "
دطالبانو دکميټۍ معاون مولانا يوسف شاه تور ولگولو چې ځينې کورني اؤ بهرني قوتونه مذاکرات ناکامول غواړي اؤ زياته يې کړه کوم سياست دانان چې دقپائيلو په نوم سياست کوي هغوي ناکامه شوي اؤ قبائيلو ته معلومه شوې چې دغه کسان يې خواخوږي نۀ دي.
جرگې ته پخپله وينا کې دجماعت اسلامي مشر سراج الحق وويل چې دامن جرگې څخه ثابته شوه قبائيلو کې اوسيدونکي ترهه گر نۀ دي.
دجرگې څخه وروستو جاري شوې کې وئيل شوي چې " دا جرگه حکومت، پوځ اؤ طالبانو ته دامن په لاره کې دپرتو خنډانو لرې کولو اپيل کوي ، دامن مذاکراتو په خاطر دې اوربند کې پراختيا وکړل شي،جرگه دمذاکراتو لپاره دپارليمان دقراردادونو اؤ وزيراعظم په مشرۍ داى پي سي دمتفقه فيصلو تائيد کوي. "
اخوا اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دجمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې طالبانو سره په مذاکراتو دې حکومت خپل ائتلافيان په باور کې واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG