لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور :پاکستان اؤ افغانستان کې داقليتونو په ضد تشدد کې اضافه شوې


راپور کې وئيل شوي چې پاکستاني طالبانو تير کال دداسې حملو ذمه واري منلې چې پکې د سلگونو خلکو ژوند دلاسه تللى.
راپور کې وئيل شوي چې پاکستاني طالبانو تير کال دداسې حملو ذمه واري منلې چې پکې د سلگونو خلکو ژوند دلاسه تللى.
مائنورټي رائټس گروپ انټرنيشنل پخپل راپور کې وئيلي دي چې صوماليه، سوډان اؤ شام دهاغو هيوادونو په فهرست کې په ترتيب سره په لمړي، دوهم اؤ دريم نمبر دي چرته چې نسلي اؤ فرقه وارانه تشدد کې اضافه رامينځته شوې ده.
دتنظيم له لوري جاري شوي د٢٠١٤م دراپور عنوان " خلک تر گواښ لاندې " دى، راپور کې وئيل شوي دي چې دنړيوالې ميډيا پام دپاکستان شمال لويديز کې دوسله والو تندروه مذهبي ډلو سره روانې جگړې لوري ته دى اؤ په دغه مهال ټول هيواد کې په ژبني اؤ فرقه ييزو اساسونو وژنو کې زياتى رامينځته شوى.
راپور کې وئيل شوي دي چې پاکستان کې شيعه گان اؤ په ځانگړې توگه دشيعه هزاره ورورولۍ ترڅنگ احمدي اؤ عيسائي ورورولۍ سره دتعلق لرونکو په ضد دتشدد کارروائيو کې اضافه شوې ده.
راپور کې وئيل شوي چې پاکستاني طالبانو تير کال دداسې حملو ذمه واري منلې چې پکې د سلگونو خلکو ژوند دلاسه تللى.
دبشري حقونو لپاره دپاکستان دقومي اسمبلۍ دقائمه کميټۍ چئيرمين چوهدري بشير محمود وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې دنسل اؤ فرقې په اساس خلک په نخښه کول دافسوس وړ خبره ده اؤ دسياسي قيادت له لوري ددغسې پيښو دغندنې ترڅنگ دټولو وگړو دتحفظ دباوري کولو لپاره گامونه اخستل کيږي.
هغه په دغسې پيښو دافسوس څرگندولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دپاکستانيانو حفاظت کول دهغوي فرض دى اؤ زياته کړې يې ده چې حکومت په دغه اړه دسخت هدايت جاري کولو سره پوليسو اؤ نورو ادارو ته ددغه رقم پيښو علم کيږي بايد داغيزمنو کسانو مرستې ته ورسيږي اؤ دخلاف ورزۍ کوونکو په ضد دقانون سره سم گامونه واخلي.
پاکستان کې دبشري حقونو يو لويې تنظيم هيومن رائټس کميشن اف پاکستان هم تيره اوونۍ پخپل يو کليز راپور کې وئيلي وؤ چې د٢٠١٣م په لمړو کې بلوچستان کې دفرقه ييز تشدد پيښو کې د٢٠٠ؤ څخه زيات هزاره شيعه مسلمانان وژل شوي وؤ، دايچ ار سي پي ددغه راپور ترمخه ٢٠١٣م کې ددوؤ سوؤ څخه زياتو فرقه ييزو حملو کې ٦٨٧ کسان وژل شوي.
دمائنورټي رائټس گروپ انټرنيشنل راپور کې دافغانستان په اړه وئيل شوي چې دغه هيواد هم دهاغو لسو هيوادونو په فهرست کې شامل دى چرته چې تشدد کې اضافه راغلې.
راپور کې وئيل شوي چې پښتون، تاجک، ازبک اؤ دهزاره ډلو ترمينځ نسلي تاؤتريخوالي کې داضافې خطره موجوده ده.
راپور وائي که هر څو برما کې دامريت څخه دجمهوريت په لوري سفر روان دى خو دنسلي اقليتونو دحقونو دتحفظ لپاره دغه هيواد کې کوم ښه والى نۀ دى راغلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG