لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : بمي چاؤدنه اؤ نښتو کې ١٣ کسان وژل شوي


وائي دشمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې نن ديوې نښتې په مهال ١٠ کسان وژل شوي
وائي دشمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې نن ديوې نښتې په مهال ١٠ کسان وژل شوي
سرچينې وائي دجمعې په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال اؤ دته خيل سيمو کې دپاکستاني طالبانو دمخالفو ډلو ترمينځ ترسره شوؤ نښتو اؤ يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې ١٣ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دشمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې نن ديوې نښتې په مهال ١٠ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
سرچينې زياتوي چې په شوال سيمه کې دغه مرگ ژوبله هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په سيمه کې دوؤ مخالفو ډلو په يو بل ډزې وکړې.
دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دپاکستاني طالبانو ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ په شوال، شکتوئي، مکين اؤ ټانک سيمو کې سختې نښتې شوي اؤ ديو بل په ضد يې درنې وسلې کارولي چې پکې په مجموعي ډول نزدې ٣٠ کسان وژل شوي دي.
سرچينې وائي دطالبانو ددوؤ ډلو دحکيم الله محسود دشهريار اؤ ولي الرحمان ډلې دخان سيد سجنا ترمينځ ديو بل په سيمو کې دمداخلت ددعوؤ وروستو دهغوي ترمينځ اختلافونه په جنگ بدل شوي دي.
همدغه شان سرچينې زياتوي چې دشمالي وزيرستان دمرکزي سيمې ميرانشاه په دته خيل تحصيل کې دحقاني نيټ ورک سره تعلق لرونکى يو گاډى په ريموټ کنټرول بم سره الوځول شوى چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي، چاؤدنه کې گاډى هم تباه شوى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG