لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دلاسي بمونو حملو اؤ ډزو کې دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٣ کسان وژل شوي


 دوسله والو ډلو ترمينځ دډزو اؤ لاسي بمونو په حملو کې ښځې اؤ سکول ته تلونکي ماشومان هم ژوبل شوي
دوسله والو ډلو ترمينځ دډزو اؤ لاسي بمونو په حملو کې ښځې اؤ سکول ته تلونکي ماشومان هم ژوبل شوي
راپورونه وائي دپاکستان د اقتصادي مرکز کراچۍ په لياري سيمه کې دشورو په ورځ دوسله والو کسانو لخوا راکټي اؤ لاسي بمونو حملو اؤ دډزو پيښو کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ١٣ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٢٥ ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه تيره شپه په علي محله کې پوليسو اؤ درينجرز ځواکونو سره نښته کې پوليسو ته دمطلوب يو تن غفاذ ذکي ورور شيراز ذکري د وژل کيدو وروستو دوؤ جرائم پيشه وسله والو ډلو دلياري په چاکيواړه، جهټ پټ مارکيټ او يو شمير نورو نزدې سيمو کې په يو بل دلاسي بمونو حملې کړي اؤ په خودکاره وسلو سره يې ناتاره ډزې کړي.
دسرچينو په وينا دغو پيښو کې داوؤ ښځو اؤ دوؤ ماشومانو پشمول تر دې مهاله ١٣ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٢٥ ژوبل شوي دي.
دوسله والو ډلو ترمينځ دډزو اؤ لاسي بمونو په حملو کې ښځې اؤ سکول ته تلونکي ماشومان هم ژوبل شوي اؤ هسپتال ته درسول کيدو په مهال هغوي په لاره کې ساه ورکړې ده.
دسرچينو وينا ده مقامي خلکو مړۀ اؤ ژوبل کسان سول هسپتال ته وړي اؤ دغلته دژوبلو علاج روان دى.
دپوليسو وينا ده چې دغه وسله وال تشدد کې دبابا لډله ډلې سره تعلق لرونکي دوه ملزمان هم ککړ دي.
دسرچينو وينا ده چې دلياري په اکثرو سيمو په عملي توگه دوسله والو ډلو قبضه ده اؤ دغلته پوليس اؤ درينجرز ځواکونه دحالاتو قابو کولو لپاره نۀ شي داخليدى.
کراچۍ کې دتيرکال دستمبر دمياشتې راهسې دامنيت دټينگښت لپاره دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو له لوري هدفي کارروايۍ روانې دي چې پکې تر دې مهاله په زرگونو خلک نيول شوي دي خو څيړونکي وائي ددغو کارروائيو په نتيجه کې که هرڅو دهدفي وژنو پيښو کې کمى راغلى ، خودتشدد پيښې په مکمل ډول ختمې شوې نۀ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG