لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز رشيد وائي دمذاکراتو مقصد هيواد کې دامنيت ټينگښت دى


 پرويز رشيد وويل دوينو بهيدو پرته دامن منزل پورې رسيدل غواړي
پرويز رشيد وويل دوينو بهيدو پرته دامن منزل پورې رسيدل غواړي
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي دمذاکراتو بنيادي مقصد هيواد کې دامنيت ټينگښت اؤ دتشدد اؤ تندلاريتوب دله مينځه وړل دي.
پرويز رشيد دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف رائيټرز سره يوه مرکه کې په ډاگه کړې وه که چرې طالبان د امن دتړون تعميل ونۀ کړي نو حکومت به هم قبائيلي سيمو ته دپوځ ليږلو اؤ هلته دتندلارو په ځالو دبمبارۍ کولو څخه ډډه نۀ کوي.
يو شخصي ټي وي سره خبرو کې داطلاعاتو وزير پرويز رشيد وويل طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دټاکل شوؤ کميټو بنيادي کار رابطې جوړول وؤ اؤ دغسې په تيرو ١٣ؤ کلونو کې نۀ وؤ شوي.
هغه وويل دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف به ډير زر يوه بله کميټي جوړه کړي کومه چې به طالبانو سره دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوځي.
پرويز رشيد وويل دوينو بهيدو پرته دامن منزل پورې رسيدل غواړي اؤ زياته يې کړه دترهه گرۍ خاتمه، اقتصادي بحالي اؤ دانرژۍ دبحران هوارى دحکومت په اوليتونو کې شامل دي.
هغه وويل دحکومتي مذاکراتي کميټۍ اؤ طالبانو دکميټۍ دفعاله کردار په نتيجه کې دحکومت اؤ طالبانو تماسونه شوي دي.
پرويز رشيد دا هم وويل چې وزيراعظم به قام ته ډيره زر يوه وينا هم کوي چې پکې به هغه په اقتصادي حالاتو اؤ نورو بيلا بيلو چارو دخپلې تگلارې اعلان کوي.
پرويز رشيد دعوه وکړه چې دمسلم ليگ(ن) حکومت دچيلنجونو دمقابلې کولو اؤ دستونزو دهواري لپاره هڅې کوي.
ښاغلي رشيد وويل ديو امر دتگلارو له امله هيواد دترهه گرۍ دلدل ته ورديکه کړل شوى.
هغه وويل پوځ تل دحکومت ملاتړ کړى اؤ موجوده وخت کې ټولې ادارې په گډه سره په ښه انداز کې کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG