لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي هيواد څخه به ترهه گري ختموؤ


نواز شريف وويل دبلوچستان پشمول به ټول هيواد څخه دترهه گرۍ ناسور ختموؤ
نواز شريف وويل دبلوچستان پشمول به ټول هيواد څخه دترهه گرۍ ناسور ختموؤ
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ وئيلي دي چې هيواد څخه په هر قيمت ترهه گري ختمولى شي.
وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ قومي اسمبلۍ ته دوينا په مهال يې دپاکستاني طالبانو تحريک سره دخبرو اترو لپاره ديوې څلور کسيزې کميټې اعلان وکړو.
ښاغلي شريف دجمعې په ورځ اسلام اباد کې طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو لپاره دټاکل شوې څلور کسيزې کميټۍ لمړۍ غونډه راغوښتې، نواز شريف به دمذاکراتي کميټۍ دغونډې مشري کوي اؤ ورته به دمذاکراتو په حواله لارښوونې کوي.
دمذاکراتي کميټي جوړولو دحکومتي اعلان وروستو طالبانو دغه حکومتي گام سنجيده خو گرځولى ، خو په ډاگه کړې يې ده چې په دغه اړه به فيصله دهغوي دشورا کوي.
کوئټه کې دبلوچستان منتخبو استازو ته پخپله وينا کې وزيراعظم وويل چې بلوچستان کې دغندنې وړ جرمونو، لکه په بسونو حملو کې ککړو مجرمانو سره به احتساب کولى شي اؤ زياته يې کړه چې دزائرينو دحفاظت لپاره دفضائي اؤ سمندري سفر داسانو ورکولو لپاره گامونه اخستل کيږي.
نواز شريف وويل دبلوچستان پشمول به ټول هيواد څخه دترهه گرۍ ناسور ختموؤ اؤ په دغه لړ کې ټول قام زمونږ سره ولاړ دى.
نواز شريف وويل دترهه گرۍ ستونزه يواځې دبلوچستان نۀ بلکې دټول هيواد ده اؤ ټول هيواد دستونزو سره مخ دى.
هغه وويل دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره به کوټلې هڅې کوؤ اؤ ترهه گرو ته به په هر صورت کې ماتې ورکوؤ.
بل لوري ته نواز شريف دهيواد په سياسي اؤ پوځي قيادت غږ کړى چې بلوچستان کې دامن وامان دصورتحال دښه کولو لاپره دې يوه گډه ستراتيژي جوړه کړل شي.
دزيارت په ورځ کوئټه کې دپوځ دجنوبي کمانډ هيډکوارټرز ددورې په موقع نواز شريف وويل چې صوبه کې دجرمونو په مخنيوي کې قانون نافذونکو ادارو دستائينې وړ کردار ادا کړى.
دجنوبي کمانډ کمانډر ليفټننټ جنرال ناصر جنجوعه وزيراعظم ته دبلوچستان په تازه صورتحال حال احوال هم تير کړى دى.
په دغه موقع دبلوچستان گورنر محمد خان اچکزئي، وزيراعلي عبدالمالک بلوڅ، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم موجود وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG