لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باړه : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


چاؤدنه کې دطالبانو دمخالفې امن کميټۍ دوه رضاکار په موقع وژل شوي دي
چاؤدنه کې دطالبانو دمخالفې امن کميټۍ دوه رضاکار په موقع وژل شوي دي
راپورونه وائي دشورو په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې دطالبانو دمخالفې امن کميټې دوه غړي وژل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلنډي کوتل تحصيل په زخه خيل سيمه کې دامن کميټۍ ديوې پوستې ترڅنگ ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه ترسره شوې ده.
دسرچينو وينا ده په دغه چاؤدنه کې دطالبانو دمخالفې امن کميټۍ دوه رضاکار په موقع وژل شوي دي.
سرچينې زياتوي دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دورانکارو دنيولو لپاره يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.
خيبرايجنسي دوفاق ترانتظام لاندې دقبائيلي سيمو څخه يوه ده، ددغه قبائيلي سيمې په لويديز کې دافغانستان ننگرهار، په جنوب کې دپاکستان اورکزۍ ايجنسي، په جنوب لويديز کې کرمه ايجنسي اؤ ختيز لوري ته دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور موقعيت لري.
په سيمه کې دمضبوطې واکمنۍ دنشتوالي له امله دغه سيمه دتندلارو داثرورسوخ لاندې ده اؤ دپاکستان پوځ کال ٢٠٠٨م کې دغلته دتندلارو دله مينځه وړلو لپاره عمليات هم پيل کړي وؤ، دغه عمليات تر کلونو روان وؤ چې پکې دپاکستاني طالبانو دتحريک گڼ شمير جنگيالي اؤ پاکستاني پوځيان وژل شوي وؤ، دکال ٢٠١٢م دجولا ئي تر مياشتې سيمې څخه دتندلارو دپاکولو اعلان شوى ؤ، خو په باړه تحصيل کې پوځي عملياتو دوام لرلو، چې له امله يې دسيمې څخه په گڼ شمير کې خلکو کډې هم کړې وې.
بلخوا راپورونه وائي دخيبرپښتونخوا دمردان ضلعې دپارهوتي تاڼې ترڅنگ ددوؤ مخالفو ډلو ترڅنگ دډزو په يوه پيښه کې درې کسان وژل شوي اؤ يو تن ژوبل شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG