لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي امريکا دې ډرون حملې اودروي


سرتاج عزيز وويل” امريکا خپل مقصدونه نۀ دي ترلاسه کړي خو دپاکستان لپاره يې ستونزې پيدا کړي دي“
سرتاج عزيز وويل” امريکا خپل مقصدونه نۀ دي ترلاسه کړي خو دپاکستان لپاره يې ستونزې پيدا کړي دي“
دقومي سلامتۍ اؤ بهرنو چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې دپاکستان حکومت دډرون بريدونو معامله په سختۍ سره نۀ يواځې امريکا سره بلکې په بيلا بيلو فورمونو راپورته کړې اؤ په دغه اړه يې تگلاره ښې نتيجې ورکوي.
ښاغلى عزيز وائي امريکا په افغانستان کې دامنيت دټينگښت، ترهه گرۍ ته دماتې ورکولو، پرمختيا ته دودې ورکولو اؤ جمهوري ثبات رامينځته کولو په اړه خپل ياد کړي مقصدونه نۀ دي ترلاسه کړي.
دغه څرگندونې سرتاج عزيز داسلام اباد دستراتيژيکي مطالعو په اداره کې ديو کتاب پرانستې دستورې اؤ وروستو خبريالانو سره خبرو کې کړي دي.
سرتاج عزيز وويل امريکا خپل مقصدونه نۀ دي ترلاسه کړي خو دپاکستان لپاره يې ستونزې پيدا کړي دي
دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار وويل امريکا اوس دهاغو خلکو سره جگړه کوي چې دروسيې لخوا په افغانستان دبريد په مهال يې ورته تربيت ورکړى ؤ، وسله وال کړي يې وؤ اؤ پيسې يې ورکړې وې.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد جگړې دپاکستان دحکومت اؤ قبائيلي سيمو ترمينځ په موجود توازن دقبائيلي ساخت دړنگيدو له امله اغيزه کړې.
صلاح کار وويل په قبائيلي سيمو کې دډرون حملو استعمال دقبائيلو درواياتو اؤ دهغوي داقدارو څخه مکمله ناخبري په ډاگه کوي اؤ زياته يې کړې چې ددغو بريدونو په نتيجه کې ټاکل شوې نتيجې نۀ دي ترلاسه شوي اؤ دگټې پځايې يې زيانمنې ثابتې شوي دي.
سرتاج عزيز وويل موجوده حکومت نۀ يواځې دا چې دډرون حملو معامله په سختۍ سره امريکا سره راپورته کړې بلکې دغه ستونزه يې په بيلا بيلو فورمونو راپورته کړې اؤ په دغه اړه يې تگلاره ښې نتيجې ورکوي.
هغه وويل (دډرون حملو په اړه) نړيواله ټولنه اوس دپاکستان ددريځ ملاتړ کوي اؤ په راتلونکو اوونو کې به حکومت دغه معامله نوره هم په څرگنده ډول راپورته کړي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزيز وويل اوس وخت رارسيدلى دى چې امريکا دډرون حملو ته دپايې ټکى کيږدي.
که هر څو پاکستان پخپله خاوره دډرون حملو استعمال دبشري حقونو، ملي خپلواکۍ اؤ نړيوال قانون خلاف ورزي گرځوي، خو امريکائي چارواکي وائي ډرون بريدونه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي چې پکې تر دې مهاله دپاکستاني طالبانو ددوؤ مشرانو بيت الله محسود اؤ حکيم الله محسود اؤ گڼ شمير القاعده دمشرانو پشمول په سلگونو جنگيالي وژل شوي دي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزيز وويل حکومت به په قبائيلي سيمو کې دصورتحال دښه کولو لپاره گڼ شمير گامونه پورته کوي، چې پکې په غيرقانوني توگه په پوله دنقل وحرکت مخنيوى، رياستي عملداري پځايې کول، بيابحالي شامل دي.
سرتاج عزيز وويل دمشرف دحکومت قبائيلي سيمو ته دپوځ دليږلو فيصلې سره قبائيلي ډهانچه کې بدنظمي پيدا شوې اؤ ځينو عناصرو حکومت لپاره دستونزو پيدا کولو په غرض دصورتحال څخه گټه پورته کړه.
هغه وويل مذاکراتو لپاره پاکستاني طالبانو سره اوس هم رابطې کيږي ، خو هغه به ددغو هڅو دنتيجو په اړه اندازه نۀ څرگندوي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزيز وويل پاکستان اؤ سعودي عرب دواړه په افغانستان کې په عدم مداخلت باور لري دافغانانو په مشرۍ دجوړجاړي دعمل دعمل پرمختگ غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG