لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه دفتر : دمشرف معامله دپاکستان کورنۍ چاره ده


دجمعې په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي دمشرف معامله دپاکستان کورنۍ چاره ده اؤ بايد بهرنۍ نړۍ په دغه اړه کومې انديښنې ونۀ لري.
دپاکستان حکومت دهيواد په پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دائين دشپږم ارټيکل لاندې په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې هيواد کې دايمرجنسي لگولو په ترڅ کې دائين دماتولو اؤ داعلي عدليې دججانو دنظربند کولو په جرم کې په پرويز مشرف يوه ځانگړې محکمه کې دغدارۍ مقدمه چلوي .
خو پرويز مشرف لا تر دې مهاله دغه محکمې ته نۀ دى وړاندې شوى اؤدميډيا راپورونو ترمخه تيره ورځ هغه عدالت ته په لاره دتللو په مهال دزړۀ دتکليف له امله يو پوځي روغتون ته وړل شوى اؤ دغلته يې علاج روان دى.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفترې وياندې وويل اسلام اباد ته په راتلونکې اوونۍ کې دشهزاده سعودالفيصل ټاکل شوې دوره ددواړو هيوادونو ترمينځ دمعمول درابطو برخه ده اؤ زياته يې کړه چې دغه سفر دوزيراعظم نواز شريف دنيويارک دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ دغونډې په مهال ټاکل شوى ؤ.
وياندې وويل دسعودي دبهرنو چارو وزير به پاکستان ته دخپل دغه دوه ورځني سفر په مهال پاکستاني قيادت سره په بيلا بيلو دوه اړخيزو، سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو خبرې اترې کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياندې وويل دډرون حملو په اړه دپاکستان دريځ کې بدلون نۀ دى راغلى.
تسنيم اسلم وويل ډرون حملې دمنلو جوگه نۀ دي اؤ دغه بريدونه دهيواد دخپلواکۍ اؤ سالميت خلاف ورزي کوي.
که هر څو پاکستان پخپله خاوره ډرون بريدونه دخپلواکۍ، بشري حقونو اؤ نړيوال قانون څخه سرغړونه گڼي ، خو امريکائي چارواکي وائي ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي چې پکې تر دې مهاله دپاکستان قبائيلي سيمو کې پټ گڼ شمير دالقاعده مشران وژل شوي دي.
دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان به په افغان امن عمل کې په مثبته توگه مرسته کول دوامداره ساتي.
هغې هيله څرگنده کړه چې ٢٠١٤م به افغانستان کې دامن اؤ ثبات کال ثابت شي.
افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وياندې وويل پاکستان به دافغان جوړجاړي عمل دکاميابۍ اؤ سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره خپلې دخلوص څخه ډکې هڅې دوامداره ساتي.
هند سره داړيکو په اړه تسنيم اسلم وويل پاکستان هند سره دمذاکراتو دعمل زر تر زره بحالۍ ته ليواله دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG