لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملالې يوه بله خور هم سکول پسې ژاړي، خو څنگه لاړه شي؟


دتښتول شوي ماشوم پلار اؤ خويندې د فرقان دعکس سره په احتجاجي کمپ کې
دتښتول شوي ماشوم پلار اؤ خويندې د فرقان دعکس سره په احتجاجي کمپ کې
فاروق فراق
دا د پښتنو د خاورې د يوې بلې ملالې قيصه ده،دا هاغه ملاله نه ده چې د طالبانو له لوري سوات کې د جينکو په تعليم دبنديز په ضد يې غږ پورته کړو دنيا ته يې وليکل"نن دسکولونو چوټيانې ختمې شوې، واړۀ به بيا سکولونو ته ځي ، زۀ چې د هغوئ پشا بستو ته وگورم خپل سکول راته راياد شي ، خو شاه دوران په ريډيو اعلان کړى چې جينکۍ به سکولونو ته نۀ ځي"
دملالې دغه غږ دومره موثر ثابت شو چې نړۍ يې ولړزوله.
ملاله يوسفزئ طالبانو په گولۍ اوويشته، اؤ د طالبانو د ټوپک نه وتلى دغه ډز په ټوله دنيا کې د ملالې په شونډو د ښځو دتعليم دپاره د بيدارۍ يو داسې جرس وگرځيدو چې نن ملاله يوسفزئ د ټولې نړۍ د خلکو دپاره د همت،باتورۍ اؤ شجاعت سمبول وگرځيدو.
ملاله يوسفزئ لندن ته ورسيده خو د ملالې يوه بله ماشومه پښتنه خور لس کلنه "فضاء " نن دپيښور په سړکونو،لوغړيږي،خپل سکول پسې ژاړي اؤ د هرچا مخې ته لپې لپې اوښکې بهيوي ، هر چاته وايي " دسکول امتحان مې په سر راغلو،خو زۀ سکول ته نشم تلى ، د يوې نيمې مياشتې نه په کور ناسته يمه، هيڅ تياري مې ونۀ کړه ، اوس خو به فيل کيږم "
اؤ کله چې د "فيل " ټکى دهغې په شونډو خور شي نو ورسره سم يې دسترگو نه د اوښکو باران رامات شي.
ماشومه فضاء ډيوه راډيو سره د خبرو په مهال خپل سکول پسې ژاړي
ماشومه فضاء ډيوه راډيو سره د خبرو په مهال خپل سکول پسې ژاړي
دا لس کله فضاء د خيبرپښتونخوا د جنوبي سيمې بنو سره د تعلق لرونکي محمد فريدخان لور ده د چا يوولس کلن ماشوم ځوي فرقان چې د روان کال په پينځم نومبر د بنو سيمې څخه هاغه مهال تښتول شوى کله چې هغه دسکول د رخصتۍ څخه وروستو خپل کور ته روان ؤ.
دا مهال فريد خان ،دهغۀ ټبر اؤ دريو وړو لوڼو لس کلنې فضاء،نهه کلنۍ خديجه اؤ اؤوۀ کلنې فرواه دپيښور پريس کلب مخې ته د انصاف د حصول دپاره احتجاجي کمپ لگولى.
فريد خان وايي د هاغه ځوي په سپينه رڼا ورځ د بنو د دوؤ پوليس چوکو دمينځ سيمې څخه تښتول شوى، د خپل ځوي د بازيابۍ دپاره يې د هر بادار اؤ چارواکي دروازه وټکوله خو هيڅوک نشته چې دتښتوونکو د منگولو نه د هغه د زړۀ ټوټه فرقان راخلاص کړي.
د فريد خان ټبر اؤ دفرقان مور خو بيا د کور اؤ نغري هاغه ساده کليواله ميرمن ده چې خپله خبره هم نۀ شي سمولى، په لمړي ځل د ځوي مينې د کور نه سړک ته په راوتلو اؤ د پردو نارينه ؤ مخې ته په سوالونو کولو مجبوره کړې ده.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې د فريد خان ټبر چې په بورقعه کې راغونډه ناسته وه وويل"ددې ورځې نه مې مرگ خوښ دى چې د خپلو ماشومانو سره په سړکونو لوغړيږم ،خو څه وکړم ،مور يم کنه، زړۀ مې درديږي"
هغه وايي" دوه څلويښت ورځې وشوې چې خپل بچى مې نه دى ليدلى، خدايې خبر پۀ څه حال به وي ، څوک به چايې اؤ ډوډۍ ورکوي که نه ، چې ماښام شي ،ميندې خپل بچي سينې ته راجوحت اؤدۀ يې کړي ، خو ... خو ...زما فرقان...
اؤ نوره بيا هغه سلگو ونيوله ځکه نو خپله خبره يې پوره نکړل شوه.
د فرقان لس کلنه خور فضاء هم په دغه احتجاجي کمپ کې ناسته ده، غونډه مونډه ښکلې ،شرميدونکې ماشومه فضاء چې د شپږم جماعت طالبعلمه ده په فرقان پسې ډيره خفه ده خو دفرقان ترڅنگ دغه هوښياره ماشومه په خپل زړۀ کې دننه د خپل سکول د قضايۍ غم هم خوري.
ډيوه راډيو سره خبرو کې دغه وړه فضاء وايي"رور مې ډير ياديږي، هره ورځ ورپسې ژاړم،خو خپل سکول مې هم له پامه نۀ اوځي اؤ زياته ورپسې خفه يم "
ډيوه راډيو چې کله ددغه ماشومې څخه وپوښتل ولې سکول ته نۀ ځې دهغې ځواب څۀ داسې ؤ"څنگه لاړه شم ، که ما وتښتوي بيا به مې آبا څه کوي؟"
ډيوه راډيو دهغې څخه وپوښتل سکول درته ياديږي؟ اؤ ددغه پوښتنې سره سم دفضاء د ماشومو سترگو څخه د اوښکو لړۍ راماته شو"ولې نه زما ټولې ملگرې سبق له ځي اؤ زۀ په کور ناسته يمه "
هغې وويل "سحر چې خپله کومه ملگرې هم وينم چې د سکول يونيفارم يې اچولى وي اؤ بسته يې پشا را اړولي وي نو ماته ژاړه راشي چې زۀ ولې سکول ته نۀ شم تللى"
فضاء زياته کړه ټول عمر يې کلاس کې پوزيشن اخستى اؤ اوس چې امتحان په سر راغلو داځل هغې هيڅ تياري نۀ ده کړې ويريږي چې فيل به شي.
خو دفيل د ټکي سره سم يې د سترگو نه د اوښکو شيبې راماتې شوې.
د فضاء ماشومو اوښکو ته چې کله دهغې دوؤ وړو خويندو خديجې اؤ فرواه وکتل نو دهغوئ سترگې هم د اوښکو ډنډ شوې اؤ په دغسې کيفيت کې بيا نو د يو بې وسه پلار زړۀ د کتلو ؤ.
فريد په چغو چغو وژړل"خدايه دا نو څه ژوند دى هيڅوک نيشته چې ددې ماشومانو په اوښکو ترڅ وکړي اؤ ماته زما ماشوم فرقان راخلاص کړي؟"
فريد مايوسه دى وايي صوبايي حکومت،پوليس،عدليې،سياسي پارټو هرچاته په درونو کې لوغړيدلى خو هيچا ورته باور ورنکړو چې د تښتوونکو د منگولو څخه به د هغه د زړۀ ټوټه راخلاصه کړي.
فريد ته دخپل ماشوم د تښتوونکو اته پته هم معلومه ده خو وايي د تښتوونکو تعلق ديو سياسي گوند سره دى ځکه نو څوک ورته دلاس اچولو جرائت نۀ شي کولى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG