د امریکا په ګڼ شمېر کالجونو او پوهنتونونو کې د فلسطینیانو په حق کې مظاهرې روانې دي. زده کوونکي د اسرایل او د حماس د جنګ خلاف او سیمې ته د بشري مرستو پرېښودلو غوښتنې کوي. زیات شمېر مظاهره کوونکي طالبعلمان نیولی شوي او یا یې داخلې ځنډولی شوي دي. تفصیل د ارباب محمود علي په غږ کې:
په سیاسي توګه ویشل شوي امریکا کې بنګ یا کېنبس د ډیرو خلکو لپاره یوه ګډه مسله ده. د نظر پوښتنو تر مخه په امریکا کې ۸۸ فیصده امریکایان په موقتي توګه د بنګو / چرسو قانوني کول غواړي. خو د بنګو قانوني کیدو لپاره کارکونکي وايي، یو هم صدارتي کاندید د دغه بدلیدونکي فکر نه ګټه نه پورته کوي.
د بلوچستان د پښین ضلعې په سرخاب کمپ کې ځيني افغان کډوال وايي که چيرې د پاکستان حکومت هڅه وکړي چې دوی په ﺯوﺭ او ﺯبردستۍ افغانستان ته واپس کړي، نو د کډو سره به د دوی جناﺯې هم افغانستان ته ځي. تفصیل د نعمت الله سرحدي په ﺭپوټ کې:
په مردان کی غیر دولتی تنظیمونو معلوماتو ته د رسایی، ریښتوني او تحقیقاتي خبرونو په اړه د خبریالانو دپاره دوه ورځنی تربیتي ورکشاپ راجوړ کړی وو چی د دروغو او جعلی خبرونو مخنیوی وکړي. نور تفصیل د مردان نه د ریاض حسین په رپورټ کې:
د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب هیله څرګنده کړې چې د نړیوال مالیاتی فنډ آی ایم ایف سره د قرضې نوی پروګرام به د مې په میاشت کې حتمې شي. اقتصاد پوهان وایي د ای ایم ایف سره کیدونکې لوظنامې سره، ګراني نوره هم زیاتیدای شي. نور حال د ډیوه خبریاله رابعه پیر وړاندې کوي:
د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ويلي د وفاقي حکومت لخوا ورته تر اوسه د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو د ويستلو نه دي ويل شوي. خو کډوال وايي دوی افغانستان ته د واپس ليږلو حکومتي بيانونو انديښمن کړي او خپل کارونه او روزګارونه په سمه توګه نشي کولی. نور حال د ارشد مومند په دې رپوټ کې:
څېړونکي اندېښنه لري که چېرې د ايران او اسرايېل ترمنځ شخړه نوره زياتېږي او دا په يو دروند جنګ بدلېږي نو د امنيتي اغېزو سره سره په پاکستان به یې مالي او اقتصادي اثرات هم ډېر سخت وي. دا اثرات څه کېدي شي پدې اړه د ډيوه خبريال ارشد حسېن د مالي او اقتصادي چارو ماهيرينو سره خبرې کړي دي.
د خيبر پښتونخوا غرنۍ سیمې بټګرام ضلعه کې په يو کور کې درې خويندي د پوليو ښکار شوي دي. د هغو پلار کسبګر دی او په ګرانه د دوی ضرورتونه سرته رسوي. نور حال يې د صدام حسېن خان په رپورټ کې.
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي ګوند یې د فبرورۍ د اتمې نېټې انتخابات نه قبلوي، او د هغه باور دی چې دغه ګني د دﺭغلې ډک اليکشن و چې ﺯوﺭاوﺭو قوتونو د خپلې مرضې اميدواﺭان په کې بريالې کړل. مولانا دا خبري په پښین کې د عوامي اسمبلې په نامه د خپل تحريک غونډې ته وکړې. د نعمت الله سرحدي رپوټ:
فیډریشن وايي بايد حکومت په صوبه کی باقاعده د ریلوی پټلۍ بحاله کړي او خلکو ته د سفر اسانتیاوې ورکړي. د پاکستان ریلوی وايي په صوبه کی يې د سپاري اورګاډی سفر شروع کړی او هڅې کوي دغه بی کاره پټلۍ بيا په کار راولي. تفصیل د ریاض حسین او ارشد مهمند په رپورټ کی
پاکستان کې د وفاق او صوبو تر مینځه د وسیلو د ویشلو د پاره اخري قومي مالیاتي کمېشن څوارلس کاله وړاندې جوړ شوی و. په اتلسم اييني بدلون کې په ډاګه کړل شوې ده چې صوبو ته ورکړل شوې برخه به نه کمیږي. نور تفصیل مدثرشاه او هاشم علي وړاندې کوي
د ترکي ولسمشر رجب طيپ اردوان د تېرو ۱۲ کالو راهیسې په لومړي ځل عراق ته ځي نوموړي د کردي ياغيانو پر ضد د عراقي چارواکو ملاتړ ترلاسه کړی او غواړي چې په سيمه کې د ايران اغېزې را کمې کړي. تفصيل د وي او ای ډورين جونز په رپوټ کې بختور شاه وړاندې کوي.
نور کتل