لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې قهرجن احتجاجونه دوام لري، نښتو کې د ایس پي اؤ تحصلیدار په ګډون ګڼ نور عسکر هم ژوبل شوي

د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې د اضافې په ضد د جواینټ ایکشن کمیټۍ په غږ پیل شوي احتجاجونه د تشدد په ډکو پېښو بدل شوي او د احتجاجونو نه وروسته دغلته د موبایل انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ په مظفر اباد کې د رینجرز ځواکونو تعیناتولو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې د اضافې په ضد د جواینټ ایکشن کمیټۍ په غږ پیل شوي احتجاجونه د تشدد په ډکو پېښو بدل شوي او د احتجاجونو نه وروسته دغلته د موبایل انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ په مظفر اباد کې د رینجرز ځواکونو تعیناتولو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د احتجاجونو اؤ لاریونونو لړۍ نن په دریمه ورځ هم دوامداره ده اؤ تېره شپه د کوټلي په جرایي سیمه کې د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ بیا نښته شوې .

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې په دې نښته کې د پولیسو د یو لوړ پوړي افسر یا ایس پي اؤ یو تحصلیدار په ګډون ګڼ شمیرعسکر ژوبل شوي دي.

د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د ګرانۍ په ضد د پیل شوؤ قهرژنو احتجاجونو نه وروسته دغلته د موبایل انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ په مظفر اباد کې د رینجرز ځواکونو تعیناتولو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې د اضافې په ضد د جواینټ ایکشن کمیټۍ په غږ پیل شوي احتجاجونه د تشدد په ډکو پېښو بدل شوي اؤ د خالي په ورځ هم د مظاهره چیانو اؤ پولیسو تر منځ نښتو کې یو پولیس افسر وژل شوی اؤ په لسګونو نور کسان ژوبل شوي وؤ.

د اتوار په سهار لانګ مارچ کې شاملې قافلې له کوټلي نه را روانې شوي اؤ د تته پاني په لاره پونچهـ ضلعې ته ننوتي دي خو د اتوار په په سهار بیا په یو مقام هم د پولیسو اؤ مظاهره چیانو تر منځ د نښتې څه اطلاعات مخې ته نه دي راغلي.

د امریکا غږ په رپورټ کې ویل شوي چې د لانګ مارچ د برخه والو د مخې نیولو لپاره سیمه ییزې انتظامیې د پولیسو په مرسته په سړګونو د شګو ډیري ودرولي اؤ لارې یې تړلې دي خو وایي چې مظاهره چیانو دغه خنډان مات کړي‌ اؤ د پرمخ تللو لپاره یې ځانته لاره پاکه کړې ده.

د تشدد نه له ډکو احتجاجونو وروسته حکومت د پاکستان د واک لاندې د کشمیر په یو شمیر ښارونو کې د موبایل انټرنیټ خدمات ځنډولي دي خو سرکاري چارواکو د انټرنیټ د تړلو په اړوند په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د خالي په ورځ میر پور سره نزدې په اسلام ګړ سیمه کې د مظاهرینو سره په نښته کې د تهوتهال میر پور پولیس تاڼې مرستیال ایس ایچ او سب انسپکټر عدنان فاروق وژل شوی اؤ په لسګونو نور کسان ژوبل شوي وؤ.

رپورټونه وایي چې پولیسو تر 100ؤ زیات مظاهره چیان نیولي هم دي.

په سوشل میډیا خپرو شوؤ یو شمیر ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پولیس په مظاهره چیانو ډزې کوي، اوښلن ګازونه پرې کاروي اؤ په کوتکونو یې وهي.

په مظفر اباد کې د پولیس د مرکزي کنټرول روم له مخې د کوټلی ضلعي روغتون ته 40 زخمیان وړل شوي چې پکې 12 پولیس عسکر اؤ نور مظاهره چیان شامل دي.

جواینټ ایکشن کمیټې دعوه کړې ده چې مظفر اباد کې د پولیسو په تشدد 36 کسان ژوبل شوي اؤ 60 نور نیول شوي دي خو د مظفر اباد ډپټي کمشنر ندیم جنجوعه بیا د 28 کسانو د نیول کېدو پخلی کړی دی.

د پاکستان د واک لاندې د کشمیر وزیراعظم چوهدري انوار الحق له دغه پرتشدده احتجاجونو وروسته عوامي ایکشن کمیټې ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

د خالي په شپه ناوخته په کشمیر هاوس اسلام اباد کې یو بیړني مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وزیراعظم انوار الحق ویلي عوامي ایکشن کمیټی که د اوړو اؤ بجلۍ نرخونو کې د رعایتونو غوښتو تر څنګ په هره غوښتنه مذکرات کول غواړي نو حکومت ورسره په پراخه زړه خبرو اترو ته تیار دی.

هغه ویلي عوامي ایکشن کمیټي که په هره کچه مذاکرات کول غواړي را دې شي اؤ د ستونزو هواری دې د خبرو له لارې راوباسي.

انوار الحق ویلي چې حکومت د خپلو ایتلافي ګوندونو سره د مشورې په رڼا کې کې د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې لا نورو رعایتونو ورکولو ته چمتو دی اؤ که ولس ته ددې رعایتونو ورکولو پسر حکومت ته ترقیاتي بجټ کمول ورپغاړه شي نو هم به یې کم کړي خو په بجلۍ اؤ اوړو به ولس ته رعایت ورکړي.

کراچۍ کې ۱۷ کاله وړاندې په ننۍ ورځ وژل شوي کسانو خپلوان لا هم د انصاف په تمه دي

Karachi 12 May Incident Thumbnail
Karachi 12 May Incident Thumbnail

د کال ۲۰۰۷م په ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې د تشدد په بېلا بېلو پېښو کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي وو او په سلګونو نور ژوبل شوي وو. پښتون ملتپاله ګوندونه دعوه کوي چې په وژل شوو کې د ۴۵ نه زیات پښتانه وو.

که څه هم د دغه پېښې ۱۷ کاله پوره شول، خو د وژل شوو خپل خپلوان وايي تر اوسه د انصاف په تمه دي.

د عوامي نېشنل ګوند د کراچۍ مشر شاهي سېد د دغې ورځې په مناسبت په یو خپور کړي بیان کې دغه ورځ یوه توره ورځ بللې او زیاته کړې یې ده چې د خپلو شهیدانو قرباني به ضاېع کیدو نه ته پرېږدي. شاهي سېد د پاکستان ستر محکمې مشر قاضي نه غوښتنه کړې چې د پېښې ذمه وارانو ته دې سزا ګانې ورکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر صابرين خان چغرزې وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي د 12م مې 2007م د پېښو په مناسبت يې نن غونډه راجوړه کړې وه. دوي په ياده نيټه وژل شوو پښتنو ته د انصاف ورکولو غوښتنه کوي او زیاتوي تر هغې به دا ورځ لمانځي تر څو پورې چې په دغه ورځ د تشدد په پېښو کې ککړ کسان نيول شوي نه وي او وژل شوو ته انصاف نه وي ورکړې شوی.

د کراچۍ پوليسو په وينا د 12 مې د پېښو په تړاؤ 65 مقدمې درج شوې وې او د 36 مقدمو چالانونه هم عدالت ته څه مونده وړاندې جمع کړی شوي دي.

په کراچۍ ښار کې دغه خونړۍ پېښې هغه وخت رامنځته شوې وې چې د هغه وخت صدر او پوځي امر پروېز مشرف د سترې محکمې مشر قاضي (ر) افتخار چودهري د خپلې عهدې نه ګوښه کړی وو.

په دغه ورځ مشر قاضي د سېند هايي کورټ بار اېسوسي اېشن په یوه غونډه کې د ګډون لپاره د کراچۍ ښار سفر کوو. په دغه مهال د سياسي ګوندونو مشرانو، کیلانو او د مدني ټولنې غړو غوښتل چې هوايي ډګر ته ورشي او د مشر قاضي هرکلی وکړي خو دوي نه وو پرېښودل شوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي په دغه لړ کې د سترې محکمې لرې کړل شوي قاضي د پلویانو او د ایم کیو ایم فعالانو(چې د جنرل مشرف ‌د حکومت ملاتړی وو) تر منځ د ښار په بيلا بيلو سيمو کې خونړي پېښې رامځته شوې وې.

یو شمېر سياسي ګوندونه او وکيلان د 12م مې د پېښو ذمه وار د هغه وخت پوځي صدر پرويز مشرف او د ايم کيو اېم حکومتي واکمن ګرځوي.

د متحده قومي موومنټ (پاکستان) کنوینر خالد مقبول صدیقي 2 کاله وړاندې په کوټه کې د بلوچستان هائي کورټ بار غړو سره په خبرو کې د 12م مې خونړۍ پېښو په سر د خپل ګوند لخوا بخښنه غوښتې وه. خالد مقبول زیاته کړې وه چې‌ د دوي ګوند په غلط فهمي/ ناسم قضاوت په دغه پېښو کې کارول شوی وو او دوي په دغه پېښه پښېمانه دي.

د افغانستان ډېر نرښځیان د پاکستان کراچۍ ښار ته کډه شوي

په خیبر پښتونخوا کې میشت د افغانستان ځینې نرښځیان وايي، په پېښور کې د ځايي نرښځیانو ژوند ته د ورپېښو ګواښونو له امله دوی اړ شول چې د پاکستان صنعتي ښار کراچۍ ته کډه وکړي. د دغو نرښځیانو په وینا په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان پرله پسې تر بریدونو لاندې دي چې پکې یو شمېر یې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان یو کډوال نرښځي حوریه امریکا غږ ته وویل له نورو ملګرو سره یوه اوونۍ وړاندې له پېښور څخه کراچۍ ته کډه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، ٫٫ په پېښور کې به چې پروګرامونو ته ولاړ نو نه یوازې دا چې پیسې به یې نه ورکولې بلکې د جنسي تېري هڅې ورباندې کېدلې او چې انکار به يې کولو نو بیا به يې ورسره وهل ټکول کول او د مرګ دړکې به يې ورکولې نو د خپل ځان د خوندي کولو او د معاش له امله کراچۍ ښار ته کډه شوي دي.٬٬

د افغانستان یو بل نرښځي چاندي امریکا غږ ته وویل، دوی یو وارې د ښادۍ یو پروګرام ته تللي وو او چې د شپې تر درېو بجو پورې يې د نڅا پروګرام وکړ او د ښادۍ کوربه ته يې د پیسو وویل، نو هغوی پرې تشدد وکړو. د دوی په وینا چې په پښتونخوا کې یې ژوند له کړاونو سره مخ وو نو ځکه ترې ووتل.

د چاندي په وینا دوی خو په ټولنه کې هغه خلک دي چې هېچا ته زیان نه رسوي او د خلکو ښادۍ ته خوښي بښي، خو دا ټولنه يې بیا هم په هوسا ژوند ته نه پرېږدي نو د ژوند کولو ورسره بله هېچاره نشته او نه دوی داسې سازمان لري چې د دوی لپاره غږ پورته کړي او ژوند يې خوندي شي.

د یادولو ده چې په پېښور او یا د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو او سیمو کې په نرښځیانو بیا بیا بریدونه کېږي چې يا پکې یوشمېر وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا د سږني کال ۲۰۲۴م په مۍ میاشت کې د پېښور په کوهاټ سړک پر یو موټرسایکل سپرو کسانو دوه نرښځيان په ډزو ووژل چې یو پکې بجلي نومېده او بل عاصمه شاه نومېدو، تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې هم دوه نرښځیانو باندې ډزې شوې وې چې پکې دواړه ژوبل شوي وو.

په پېښور کې د نرښځیانو د حقونو لپاره کارکونکي قمرنسیم امریکا غږ ته وويل، په پاکستان کې پر نرښځیانو د بیا بیا بریدونو له کبله نرښځیانو د نڅا کار پرېښی دی او اکثره پکې د معاش په خاطر خیرات غوښتو ته اړ شوي دي چې په لارو کوڅو یا په څلور لارو کې ولاړ وي او خیراتونه غواړي.

د نوموړي په وینا د افسوس خبره دا ده چې د پاکستان حکومت د نرښځیانو د ساتنې لپاره هېڅ کړنلاره نشته خو یوه مسله دا هم ده، چې ”دلته که زموږ خلک دا نه قبولوي یا نورو علتونه وي خو یوه وجه پکې دا ده چې ۹۰ فیصده هغه نرښځيان وژل شوي دي چې له خلکو سره يې دوستۍ کړي وي او بیا هغوی نه شي زغملې چې ملګری يې د خلکو پر وړاندې نڅا وکړي نو دا ډېره عجبه ستونزه ده. “

د یادولو ده چې د سږ کال د فبرورۍ میاشتې پر شپاړسمه نېټه د خیبرپښتونخوا عالي محکمې د افغانستان نږدې ۱۶ نرښځیانو په باب د پاکستان حکومت ته امر کړی وو چې هغوی دې په زوره نه ویستل کېږي ځکه چې افغانستان کې د دوی ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخېدای شي.

د وي او ای اشنا په مننه

د بلوچستان اعلا وزیر ویلي په چمن لاره په پاسپورټ تګ راتګ عملي کول لازمي دي خو احتجاج کونکي وايي پاسپورټ نه مني

File photo
File photo

د بلوچستان اعلا وزیر د دفتر لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې په چمن کې په پاسپورټ د تګ راتګ پرضد روان احتجاج او د چمن تازه حال په اړه اعلا وزیر مير سرفراز بګټي ته نن د هغه په دفتر کې تفصيلي بريفينګ ورکړل شوی.

د سرکاري خبر تر مخه " د وزير اعلا له لوري جوړه شوې یوه کمېټۍ به نن د يک شنبې تر ماښامه پورې چمن ته ځانونه رسوي او هلته به له اړوند اړخونو سره ليده کاته او خبرې اترې کوي او په دې باب به د چمن سياسي ګوندونه هم په اعتماد کې اخلي".

د خبر تر مخه په کمېټۍ کې د صوبايي اسمبلۍ سپيکر عبدالخالق اڅکزی، د کورنيو چارو وزير مير ضياء لانګو، د صوبايي اسمبلۍ غړی ظفر اغا، د وزيراعلي پرنسپل سيکرټري عمران زرکون، ايډيشنل چيف سيکرټري داخله زاهد سليم او نور لوړ پوړي چارواکي شامله دي.

بل لوري ته د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه چمن ښار د بيلا بېلو موبايل کمپنيو انټرنيټ له تيرې شپې څخه بند دي. ځايي خلک او احتجاج کونکي وايي، د حکومت په غوښتنه انټرنيټ ځکه بند شوی چې د پرلت والو او د چمن پر خلکو روان جبر او د احتجاج کونکو ږغ تر نړۍ ونه رسېږي.

د یوې موباېل کمپنۍ یو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د وي او ای ډیوه خبريال نعمت سرحدي ته ویلي، "موږ خپل انرنيټ د پاکستان ټيلي کمينيکېشن اتهارټي په غوښتنه بند کړی، دا زموږ ځايي پريکړه نده."

وي او ای ډیوه پدې اړه د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند سره د ټيلي فون له لارې د تماس نيولو هڅه وکړه خو تماس ورسره ونه شو. د انټرنيټ د بندولو په اړه انتظامي يا حکومتي اعلا چارواکو کوم دريځ ندی ورکړی.

د پرلت د کمېټۍ يوه مشر په یو بيان کې له موبايل له کمپنيو غوښتي چې دوی دې انټرنيټ ژر تر ژره خلاص کړي او دهړکه یې کړې که داسې ونه شي نو احتجاج کونکي به د دوی دفترونه وتړي او د هر قسم زيان زمه واره بيا کمپنۍ پخپله وي.

په چمن ښار کې د تېر کال د اکتوبر له مياشتې احتجاجي پرلت روان دی او له تيرې يوې اونۍ په دې احتجاج کې شدت راغلی. دا احتجاج د پاکستاني حکومت د هغې پريکرې پر ضد دی په کوم کې چې ويل شوي چې نور به د چمن ضلعې او د افغانستان د بولدک سيمې خلک د کرښې دواړو غاړو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او د افغانستان پر تذکره تګ راتګ نه کوي او یواځې په پاسپورټ به د تګ راتګ اجازه وي.

د چمن سياسي او مذهبي ګوندونو، لغړي اتحاد او فعالانو د دې پريکړې د نه منلو اعلان کړی او ورځ تر بلې احتجاج په شدت کې زيات والی راولي. احتجاج کونکو له تيرې يوې اونۍ د کوټې چمن لويه لاره پر کوږک بنده کړې، په چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر، د نادرا دفتر، د چمن چيمبر اف کامرس، سرکاري او غير سرکاري بانکونه تړلي چي لا هم هم بند دي.

له افغانستان سره د افغان ټرانزټ په ګډون هر ډول تجارت هم له تيرې يوې اونۍ راهسې بند دی. احتجاج کونکي تور لګوي چې د ايف سي ځواک له لوري پر پرلت والو تشدد او ډزې شوې چې پکې یو احتجاجي ملګري وژل شوی ډيری ټپي شوي هم دي.

ايف سي پدې اړه کوم دريځ ندی ورکړی خو د ډيوه د خبريال نعمت الله سرحدي په وينا ځايي انتظاميې د احتجاج کونکو پر ضد د هغې پېښې مقدمه درج کړې.

د چمن د پرلت یو غړي مولوي عبدالمنان و ډيوه ته ويلي، "ځکه مو اوس په سخت احتجاج لاس پورې کړی چې حکومت زموږ غوښتنې لا هم ندي منلې او نه حکومت پدې اړه سنجيده دی، که هم داسې وي نو موږ به نور سرکاري دفترونه هم د احتجاج په توګه وتړو"۔

آي ایم ایف پاکستان کې روانه سیاسي بې ثباتي د هیواد اقتصاد ته ستره منفي خطره بللې ده

نړيوالې مالياتي ادارې(آي ايم ايف) د پاکستان سره د اوږد مهاله پور په يو نوي پروګرام د خبرو نه وړاندې پخپل تازه رپورټ کې ويلي چې د ياد هيواد اقتصاد ته ولاړې منفي خطرې په غير معمولي توګه زياتې دي او تر ټولو لوئ خطر دغلته روانه سياسي بي ثباتي ده٠

دا رپورټ په داسې حال کې خور شوی چې د آي ايم ايف يوه ډله د پاکستان حکومت سره د 6 نه تر 8 اربه ډالرو د پور په نوي تړون د خبرو د پاره راتلونکې اوونۍ پاکستان سفر ته کوي.

تر دې وړاندې د آي ايم ايف يوه همکاره ډله د جمعې په ورځ اسلام اباد ته رارسيدلې چې د نوي پور په اړه د نړیوالې مالیاتي ادارې لخوا وړاندي کړی شوو وړانديزونو اؤ شرطونو باندي د حکومت لخوا اخستل شوي ګامونه و ارزوي.

که څه هم حکومت د آي ايم ايف پاليسيو ته د دوام ورکولو اراده ښودلې ، خو په دې رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی که چيرې دا تګلارې عملي نه کړی شوې نو سياسي مشکلات په بهرنيو مرستو او د تبادلې په شرحه فشار اچولی شي.

د آي ايم ايف په رپورټ کې د بهرنيو پورونو په وخت ستنولو باندې هم ټینګار شوی دی. خبريال او څيړونکی ذیشان حیدر وایي دا مهال په هیواد کې تر ټولو ستر چیلنج روانه بې ثباتي ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د حکومت لخوا د ډير وخت نه هڅې کيږي چې د مخالفه ډلو سره لږ تر لږه په اقتصاد باندي يووالی راوستل شي چې دا مسله حل شي خو تر دې دمه داسې څه صورتحال په نظر نه راځي "

ذيشان حيدر زياته کړه چې حکومت غواړي د ټيکس امدن سيوا کړي او د زيان سره مخ حکومتي ادارې شخصي څانګې ته ورکړي خو هغه وایي چې دا هر څه دومره اسان نه دي او په دي ټولو چیلنجونو د قابو موندلو د پاره تر ټولو وړومبی سياسي استحکام ضروري دی.

تر دې وړانډې آي ايم ايف پخپل يو بيان کي ويلي وؤ چې د اقتصادي اصلاحاتو ګړندي کول د نوي پروګرام د حجم نه زيات ضرورى دي. څيړونکي زیاتوي دوي نه ويني چې حکومت به په پراخه اصلاحاتو کولو کې بريالی شي.

څېړونکي په دې اند دي چې د ولس د پاره به راتلونکي درې کلونه ډير سخت وي او ویل کيږي چې د راتلونکي مالي کال د پاره به د دولس زره اربو روپو د ټيکس امدن هدف ايښودل کيږي٠

د اقتصادى چارو خبريال ثناء الله ډیوه ته وایي"زه نه وينم چې څه متبادل اقتصادي اصلاحات به وشي بلکې هم د زوړ طريقه کار له لارې به نور ټيکسونه ولګولی شي او له دې پرته بله څه لار نه ښکاري"

هغه وایي د ټيکس شرحه هم زياتيدای شي او څنګه چې ويل کيږي په تنخاداره ډلې به نور ټيکس لګولی شي.

خبریال ثنا الله زياته کړه د عامو خلکو د پاره حالات مشکل دي او د دريوؤ کلونو د پور دا نوي پروګرام که منظور شو نو دا به ولس د نورو مشکاتو سره مخامخ کړي. هغه وایي چې دا وخت په اقتصاد کې ښه والی په نظر نه راځي٠ پاکستانې مطبوعات د خپلو سرچينو له خلې وایي چې د خزانې وزارت د مالي کال
2024-25 لپاره د بهرنيو قرضو پرېکولو په برخه کې 23 اربه ډالرو ته اړتيا لري او په دې لړ کي يې د دوستو هيوادونو څخه د خواوشا 12 اربه ډالرو د پورونو د ځنډولو اټکل کړی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، له سعودي عربستان څخه پنځه اربه ډالر، له متحده عرب اماراتو څخه درې اربه ډالر او له چین څخه څلور اربه ډالره قرض به ځنډولی شي. د خزانې وزارت له لوري مطبوعاتو کې ته راغلي معلومات ښیي چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې به له چین څخه د نورو نویو مالي مرستو اټکل هم شامل وي.

همدا شان پاکستان به د نوي پور پروګرام لاندې د ایي ايم ايف څخه یو ارب ډالر ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې د نړیوال بينک او د آسیا پرمختیایي بينک نوې مالي مرستې هم په اټکل شوي بجټ کې شاملې دي.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG