د میانمار راکهین صوبه، چې د بنګله دېش سره ګډه پوله لري، د اکټوبر میاشتې راهېسي د یاغیانو او د واکمنو ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو شاهده پاته شوې ده.
پاکستان د امریکې هغه رپورټ په کلکه رد کړی چې په کې ویل شوي وو، تېر کال پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی. امریکې دغه رپورټ د اپریل پر 22مه خپور کړی وو.
د امریکا د خزانې وزارت وایي چې د ایران د دفاع وزارت او پوځ لاجسټیک اداره، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او اوکراین کې د روس د جګړې ملاتړ کوي.
د امریکا صدر بایډن او د نړۍ د اوولسو نورو ملکونو مشرانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې هغوی د روان وساطت یا منځګړیتوب کلک ملاتړ کوي.
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په وروستو کی ویلی امکان دی چې د جون پورې د پاکستان د غیر ملکي زرمبادله ذخیره 10 اربه ډالره ته زیاته شي.
د اسرايل وزير اعظم نتن ياهو د امريکا په تعليمي ادارو کې د فلسطينیانو په حمايت کې په کېدونکو مظاهرو سختې نيوکې کړي. نتن ياهو د پوهنتونونو د صدرانو رويه شرمناکه بللې او د امريکايي چارواکو نه يې د مداخلت غوښتنه کړې ده
د سېکیورټي کاونسل د ۱۵ مستقل غړو څخه ۱۳ ملکونو د قرارداد حمایت کړی و. روس غوښتل چې په قرارداد کې یې یو ترمیم شامل کړی شي خو چې دا و نه شوه نو قرارداد يې ویټو یا مسترد کړو. چین په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه کړې وه
ټرمپ په مستقل ډول دا دلیل وړاندې کوي چې صدارتي استثنا مجرمانه اقدماتو ته هم غځېږي. هغه دا دریځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل هم وړاندې کوي او وايي د صدارتي استثنا نه بغېر به د یو صدر دپاره ممکنه نه وي چې کار وکړي او امریکا به د دایمي خطر سره مخامخ کړي
د مطبوعاتو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد یو شمېر ګامونه اخیستې دي
نور کتل
No media source currently available