د خبریالانو د تحفظ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز غوښتنه کړې چې د افغانستان واکمن طالبان دې څلور خبریالان د خپل بند نه ازاد کړي او دوه شخصي ټېلې وېژن سټېشنو ته نشریات د بیا شروع کولو اجازت ورکړي.
ار اېس اېف وویل دا ټي وي سټېشنې په وروستیو هفتو کې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد د طالبان د زیاتېدونکو ګامونو ښکار شوي دي.
ار اېس اېف وویل د اپرېل په ۲۲ نېټه طالبانو د رېډیو درې خبریالان په خوست ولایت کې په دې الزام ونیول چې موسیقي يې نشر کړې وه او په نشریاتو کې یې د ښځینه اورېدونکو ټېلې فونونه اخیستلي وو.
ار اېس اېف وویل په خوست ولایت کې د اپرېل په ۲۲ نېټه د طالبانو د حکومت امربالمعروف او نهی عن المنکر څانګې د ناز رېډیو خبریال اسمعیل سادات، د اقرا رېډیو خبریال وحیدالله معصوم او د ولس غږ رېډیو خبریال احسان الله تسل د پلټنو لپاره راغوښتلي وو خو هم د هغه وخت راهسې پولیسو د ځآن سره ساتلي دي.
د اپرېل په شپږمه نېټه، په غزني ولایت کې د طالبانو استخباراتو د ار اېف ايي/ازادۍ رېډیو خبریال حبیبالرحمان تاثیر ونیولو. طالبانو د تاثیر ټېلې فون قبضه کړی او د دې رېکارډ یې کتل دی.
د اپرېل په ۱۶ نېټه، طالبانو دوه غېر حکومتي ټېلې وېژن چېنلې نور ټي وي او بریا ټي وي په دې الزام وتړل چې د اسلامي او قومي اقدارو احترام نه کوي.
د افغان خبریالانو د نیول کېدو او د دوو نورو ټېلې وېژن چېنلو د تړل کېدو په اړه د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې سیلا مرسېیر وویل دا د مطبوعاتو په ضد د طالبانو وروستي ګامونه دي چې خبریالان په کې په هدف کولی شي.
مرسېیر وویل هغه خبریالان په خصوصي توګه په نخښه کېږي چې د غېر ملکي مطبوعاتو دپاره کار کوي او دا الزام په لګول کېږي چې دوی د طالبانو د حکومت سپکاوی کوي.
ار اېس اېف غوښتنه وکړه چې طالبان دې څلور واړه خبریال په سمدستي ډول ازاد کړي او نور ټي وي او بریا ټي وي ته دې نشریات د بیا شروع کولو اجازت ورکړي.
د ار اېس اېف په تازه بیان د طالبانو دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی.
د مطبوعاتو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه وايي په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو وروسته طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ په ضد یو شمېر ګامونه اخیستې دي.
فعالان وايي طالبانو د بیا واکمېندو نه پس په افغانستان کې یو شمېر مطبوعاتي ادارې تړل شوي او ګڼ شمېر خبریالانو د خپل تحفظ په غرض دنده پرېښودي او یا د ملک نه وتلي دي.
ار اېف اېس وویل په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې ۲۵ خبریالان نیول شوي وو او د مطبوعاتو د ازادۍ په لړ کې افغانستان د ۱۸۰ ملکونو په فهرست کې په ۱۵۲ درجه ولاړ دی.
Forum