څېړونکي وایي د قبایلي ضلعو نه اوس د ناامنۍ لړۍ د پښتونخوا بندوبستي سیمو ته غځېدلې ده
د پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ د پېښو لړۍ اوس په پوله پرتو بندوبستي سيمو ته غزېدلې ده. د څېړونکو په وينا که چرې په صوبه او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ د مخنيوي دپاره کوټلي اقدامات ونه شي په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان کې به بهرنۍ پانګونې هم اغېزمنيږي. تفصیل د ارشد مومند په رپوټ کې: